کور پاڼه / خبرونه / د فیض‎اباد ولسوالۍ پر یوې پوستې وسله‌والو برید کړی

د فیض‎اباد ولسوالۍ پر یوې پوستې وسله‌والو برید کړی

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې وسله‎والو طالبانو تېر ماښام د فیض‎اباد ولسوالۍ د حیدراباد کلي په مربوطاتو کې پر یوې پوستې برید کړی.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر حفیظ‌الله خاشي وویل چې دا د سیمه‎ییزو پولیسو او ولسي پاڅون‎ کوونکو اړوند پوسته وه چې دوی ته په ‎کې زیان نه‎ دی رسېدلی، خو د خاشي په خبره په متقابلو نښتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په‎ دې اړه څه نه ‎دي ویلي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …