fbpx

د بدن پر پوستکي او وېښتانو د هوا ککړتیا اغېزې

خبریال ډاټ کام- د ژمي په موسم کې ککړتیا یو له جدي ستونزو څخه ده، د هوا ککړتیا نه یوازې پر روغتیا بده اغېزه کوي، بلکې د بدن پوستکی او وېښتان هم تر اغېزې لاندې راولي، د بدن پر پوستکي او وېښتانو د هوا ککړتیا اغېزو دوام ته په لاندې کرښو کې اشاره ورکوو:

د هوا ککړتیا د بدن ټولې برخې په مستقیم ډول اغېزمنوي، خو پوستکی بیا د بدن د بهرنۍ او لومړنۍ برخې په توګه، تر هر څه وړاندې لومړی د هوا تر اغېزې لاندې راځي او په هوا کې مضر ذرات کولی شي، په ډېره تېزۍ سره پوستکي ته جذب شي.

د هوا سوړوالی او وچوالی د پوستکي د وچوالي لامل کیږي، چې د پوستکي وچوالی د پوستکي خارښت او تخریش ته زمینه برابروي. هغوی چې وچ پوستکی لري، د هوا په سړېدو سره یې پوستکی لا ډېر وچیږي او د هوا له ککړېدو سره د پوستکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېدلی شي.

دا چې د هوا ککړتیا په مستقیم ډول پر پوستکي اغېزه لري او د ککړې هوا ذرات په چټکۍ سره پوستکي ته جذبیږي، نو په دوام داره توګه مېنځل د ککړې هوا څخه د بدن پوستکي ته د مضرو ذراتو له جذبېدو او کمېدو څخه مخنیوی کوي.

هغوی چې د پوستکي د وچوالي ستونزه لري، د خپل پوستکي مراقبت او پاملرنه دې وکړي او په ضمن کې د مایعاتو، مېوو او سبزیجاتو خوړل یې د پوستکې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کولی شي.

له دستکشو څخه ګټنه اخیستل د پوستکي له ساتنې سره ډېره مرسته کوي، د هغو کریمونو څخه ګټنه اخیستل چې د پوستکې سطحه پوښولی شي، د پوستکې ساتنې لپاره ګټور دي او د پوستکي د ډېر وچوالي په صورت کې ملایم، غوړ او مرطوب کوونکي کریمونه ډېر اغېزمن دي.

د هوا ککړتیا په غیر مسقیم ډول په تدریجي توګه د وېښتانو د خرابېدو لامل هم کیږي او د وېښتانو رېزش زیاتوي.

نو دې لپاره د وېښتانو له مینځلو وروسته، سم لاسي باید د وېښتانو پر غوړولو پیل ونه کړﺉ، د وېښتانو له وچېدو وروسته وېښتان د شړشم یا زیتون پر تېلو غوړ کړﺉ، هره ورځ د وېښتانو له ږمنځولو سره د سر پوستکی څه نا څه درد پیدا کوي، د شړشم تېل مو د سر پوستکی او په ځانګړې توګه دماغ اراموي، که د وېښتانو غوړولو لپاره د زیتون له تېلو ګټنه اخلﺉ، وېښتان مو نرمیږي او ښه وده کولی شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com