fbpx

د زکام،ټوخي او نزلې مخنیوي لپاره ګټور خواړه

خبریال ټکی کام/د ژمي موسم دی او په خاص ډول د سهار او ماښام یخې هواکانو د ددې سبب کېږي چې خلک په نزله،زکام،ټوخی او تبې په شان ناروغیو اخته شي.

په دې اړه طبي ماهرین وایي چې تقریباً ۲۰۰ ډوله وایرس ددې ناروغیو سبب کېږي.
د یخنۍ په موسم کې تقریباً هر یو کس یو ځل ددې مرضونو شکار کېږي او د څو ورڅو لپاره په بستر ځان تموي.
ددې ډول موسمي بدلون مرضونو د مخنیوي لپاره داسې کورنۍ طریقې شته چې په بېرته روغېدو کې درسره مرسته کولای شي.

یخني/سوپ
د زکام د مخنیوي لپاره سوپ یا یخني بهترینه غذا ده.څېړنو ښودلو چې د سبزي او یا د چرګ سوپ په بدن کې د نیتروفیلز حرکت کمزوری کوي.نیتروفیلز د انسان په وینه کې سپین کرویات دي چې د وبایي مرضونو د مخنیوي دنده لري او ددې د حرکت ورو کېدل د انساني بدن د رغېدلو سبب کېږي.
څېړنو ښودلو چې د چرګ سوپ څښلو سره د تنفسي جهاز مکروبونه کمزوري کېږي او نور وده نه شي کولای.

ادرک
د کلونو راهیسې انسانان ادرک استعمالوي او د انساني بدن لپاره ډېر ګټور عناصر لري.
ساینس هم دا مني چې په ادرک کې موجود غذایي مواد ټوخي،زکام او نزلې ته مفید دي. په یو څمڅۍ شاتو کې د ادرک څو وړې ټوټې خوړلو سره زکام او ټوخی ښه کېږي او هم کچېرته په اوبو کې جوش شي او وخوړل شي نو د ستوني خارښ ورسره ښه کېږي.

شات
په شاتو کې انټي بکتریایي او انټي مایکروبیل خصوصیات موجود دي.
څېړنو ښودلې چې شات د ټوخي په راکمولو کې ډېر ګټور دي. هغه ماشوم چې ټوخی لري کچېرته لس ګرامه شات د ویده کېدو نه مخکې ورکول شي نو ټوخی یې راکموي.
د یادولو وړ ده چې شات د یو کال نه کم ماشومانو ته ورنکړل شي ځکه د هغوی د بدن مقاومتي نظام د شاتو په مقابل کې کمزوری دی او ورته زیان رسوي.

اوږه
په اوږه کې د ایلسن نومي مواد موجود دي او په دې کې د اینټي مایکروبیل خاصیت موجود دی. د اوږې په استعمال سره د بدن د یخني احساس راکمیږي او څېړنې دا هم ښیي چې په ژمي کې د اوږې په متواتر استعمال سره تر ۶۳ فیصده د بدن یخني کنترولېږي او ورسره د نزله او زکام اثر هم راکمېږي.

د وټامن سي ګټې
وټامن سي په بدن کې مهم رول لري.لیمو،ماته،نارنج او شنې پاڼې لرنکي سبزیجات د وټامن سي بهترینه زریعه ده. د وټامن سي استعمال د تنفسي نظام ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتېدای شي. کچېرته د لیمو اوبه او یو کاچغه شات په شین چای کې وڅښل شي نو د بلغم په کمولو کې موثر تمامېږي.

د یادولو وړ ده کچېرته مو مرض دوامداره کېږي نو اړینه ده چې د ډاکټر سره وخت واخلئ او د مرض د شدت په اړه ترې مشوره واخلئ.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com