fbpx

ګوډ نیوز فلم اوونۍ کې تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پيسې ترلاسه کړې

خبریال ډاټ کام/ د هندي فلمونو مشهور اداکار اکشی کمار د «ګوډ نیوز» نوي فلم په يوه اوونۍ کې له ۱۰۰ کروړو هندۍ کلدارو زیاتې پيسې ترلاسه کړې.

ګوډ نیوز فلم د تیر دسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د هند په سترو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو،چې د ګڼو مینه والو لخوا د کریسمیس د رخصتو په ورځ ننداره کړل شو.

دا چې د نوي کال رخصتۍ دوام لري، یاد فلم هم د هند په سينماګانو کې په چټکۍ سره دوام لري او په لومړۍ ورځ یې (۱۷،۵۶ کروړه) هندۍ کلدارې ګټلي وې.

ګوډ نېوز فلم د هفتې ورځې څخه نیولې تر دوشنبې ورځې پورې (۶۴،۹۹) کروړه پیسې ترلاسه کړي وې او د دوشنبې څخه تر چهارشنبې  پورې يې تر څلویښت کروړو پورې پیسې ترلاسه کړي وې.

په ټوله کې ګوډ نیوز فلم په لومړۍ ورځ (۵۶،۱۷ کروړه) هندۍ کلدارې ترلاسه کړې، په  دوهمه ورځ يې (۲۱،۷۸ کروړه) هندۍ کلدارې، په دريمه ورځ يې (۲۵،۶۵ کروړه)، په څلورمه ورځ يې (۱۳،۴۱ کروړه)، په پنځمه ورځ يې (۱۶،۲۰ کروړه) او په شپږمه ورځ يې (۲۲،۵۰ کروړه) هندۍ کلدارې ترلاسه کړې.

په مجموعي توګه یاد فلم په شپږو ورځو کې له ۱۰۰ کروړو زیاتې،یعنې (۱۱۷،۱۰ کروړه) پیسې ترلاسه کړې.

د يادولو وړ ده چې د ګوډ نيوز فلم د اکشی کمار څورالسم فلم وشمیرل شو، چې د ۱۰۰ کروړه څخه زیاتې پيسې ترلاسه کوي.

 نوموړی د سلمان خان وروسته دوهم ایکټر وشمیرل شو چې زیاتو فلمونو یې تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پيسې ترلاسه کړي دي.

سلمان خان بیا د ۱۵ فلمونو په لرلو سره، چې د سلو کروړو څخه زیاتې پيسې ترلاسه کړي دي،لومړۍ مقام له ځان سره لري.

اټکل کیږي چې د اکشی کمار،کرینه کپور،ډېلجیت دوسنجا او کیرا ادواني لخوا دغه جوړ شوی نوي فلم به  ډير ژر تر ۲۰۰ کروړه کلب ته ځان ورسوي،که چيرې د نوموړي دغه فلم تر ۲۰۰ کروړه پیسې ترلاسه کړي، دا به د اکشی کمار په ۲۰۱۹ کال کې پرلپسې دریم فلم وي چې دومره زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

یاده دې وي چې دا په ۲۰۱۹ کال کې بیا د اکشی کمار  څلورم فلم شو چې سل کروړه پیسې ترلاسه کوي، تراوسه پورې هیڅ یوه ایکټر ان تردې چې تر دریو پورې هم داسې فلمونه ندي ډک کړي،چې  سل کروړه پیسې یې پرې ګټلي وي. دا د اکشي کمار دوهم ځل شو چې درې یا څلور فلمونه یې په کال کې ۱۰۰ کروړه څخه زیاتې پيسې ترلاسه کوي.لدې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې د نوموړي درې فلمونو، ایرلیفټ،روستم او هاؤس پول ۳ له ۱۰۰ کروړو زیاتې پيسې ګټلي وې.

د یادونې وړ ده چې اکشی کمار په تیرو پنځو کالونو کې د نورو ایکټرانو په پرتله د  فلمونو څخه زیات عواید ترلاسه کړي دي.