fbpx

رنویر سینګ ممبی کې یو اپارتمان په ۷،۲۵ کروړه کرایه نیولی

خبریال ډاټ کام/ بالیووډ فلمي  اداکار رنویر سینګ د هند په ممبی ښار  پرابادیو سیمه کې یو اوسیدنې اپارتمان د میاشتې په (۷،۲۵) کروړه هندۍ کلدارو په کرایې سره نیولی دی.

نوموړی به تر لومړیو دوو کالونو پورې د اوسیدنې اطاق میاشتنۍ کرایه (۷،۲۵) کروړه ورکوي او له هغې وروسته به یې د اطاق کرایه هره میاشت پورته کیږي او په ۱۲ میاشتو کې به (۷،۹۷) کروړو ته ورسیږي.

په کوم بیلډینګ کې چې نوموړي کور په کرایه نیولی،د هغې میرمنې ډیپیکا پاډوکن کور هم شتون لري.

د فلمي ایکټرې ډيپیکا پاډوکن اطاق یا اوسیدنې ځای د بیلډینګ په ۲۶م منزل یا پوړ کې قرار لري او درې کاله وړاندې یې نیولی دی.

د هغې خاوند رنویر سینګ لخوا په کرایه نیول شوی اطاق بیا د همدې بیلډینګ په ۱۴م منزل کې قرار لري.

د معلوماتو له مخې د رنویر سینګ سره به پدې اپارتمان کې د هغه مور او پلار جګیت سینګ بهواني او انجو بهواني هم واوسیږي.ځکه چې ددغه اپارتمان کرایه د هغه د مور او پلار په نوم رجسټر شوي ده.

د رنویر سینګ دغه نوی نیول شوی اپارتمان د دوو پارکینګونو آسانتیاوې هم لري او نوموړي شاوخوا  ۴۵ لکه روپۍ وړاندې په بانک کې ورته جمع کړي دي.

 رنویر سینګ چې د خپلې ښځې په اپارتمان کې هم شریکوالی لري،داسې ویل کیږي چې د دوی ترمنځ د ځینو ستونزو له کبله رنویر سینګ اړ شو چې نوی اپارتمان په کرایه ونیسي او پدې کې به یوازې د هغه مور او پلار استوګن وي.

رنویر سینګ او ډيپیکا پاډوکن چې شپږو کالونو راهیسې د دوی ترمنځ اړیکه وه او یو ځای به ګرځیدل،په ۲۰۱۸ کال نومبر میاشت کې یې په ایټالیا هیواد کې واده وکړ.

د یادولو وړ ده چې  دوی دواړو فلمي اداکارانو په “رام-لېله”،”بېجارو مستاني” او “پاډماوټ”فلمونو کې یو ځای کار کړی دی.

د دوی دواړو جوړو راتلوونکی فلم د “۸۳” دی،چې یو ځای یې پکې رول ادا کړئ دی.

پاډوکن به په راتلوونکي فلم “چاپک” کې د سکرین پر مخ راښکاره شي،یاد فلم د روانې جنورۍ میاشتې په لسمه نېټه په هندي سینما کې نندارې ته وړاندې کیږي.