fbpx

ساینسدانانو د شکرې د ناروغي د پېدا کېدو او مخنیوي طریقه وموندله

خبریال ټکی کام/د شکرې ناروغۍ په نړۍ کې د وبا په څېر خپرېږي چې له ځان سره نور مرضونه هم په بدن کې پیدا کوي.اوس د لمړي ځل لپاره ساینسدانانو دا موندلي چې ددې مرض د خپرېدو عمل څنګه ترسره کېږي.

طبي مجله جرنال سېل میټابولیزم د څېړنو له مخې ویل شوي چې د د شکرې ناروغي هغه وخت جسم کې راښکاره کېږي کله چې په جګر کې اضافي وازدې د پانقراس غدې ته ځان ورسوي.

په برطانیه کې د نیوکس پوهنتون پوورې تړلي تحقیقي ټیم چې مشري یې روی ټېلر کوي وایي”اوس مونږ د شکرې د ناروغي عامل دا ګڼو چې په انسان کې د وازدې د اندازې د زیات والي نه راڅرګندیږي”

په نړی کې تر اوسه پوورې تر ۴۰۰ میلیونه نه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته دي د شکرې د ناروغۍ په وجه د وجود د انسولین فعالیت متاثره کېږي.

دې تحقیق په هغه تصور چې یو لسیزه مخکې عام شوی و چې ویلي یې د شکرې ناروغۍ د چاغ والي یا د وازدې د زیات والي له سببه پیدا کېږي دې تحقیق ورباندې د تائید مهر وواهه.

 روی ټېلر وایي چې”مونږ ولیدل چې د چا په جسم کې ډېره وازده جمع شي نو لمړی دا د پوستکي لاندې راټولېږي او وروسته بیا د بدن نورو برخو ته خپرېږي”.

دوی وایي کله چې وازده د پوستکي لاندې ځان نه شي ساتلای بیا جګر ته خپرېږي او هلته جمع کېږي او بیا له هغه ځای نه پانقراس غدې او نورو برخو ته ځان رسوي.له دې سره پانقراس د غدې هغه جینز او حجرې چې د انسولین جوړولو دنده په غاړه لري بندېږي او په نتیجه کې د شکرې دوهم ډول ناروغي مینځ ته راځي.

لېکن دوی وایي دا ناقابل علاج مرض کولای شو تداوي کړو او هغه دا چې د صحي او کم خوراک کولو لپاره منظم پلان جوړ کړو چې د جسم اضافي وازدې بېرته اوبه شي او د مرض نه مخنیوی وسي.

دا تحقیقي ټیم وایي چې دا کړن لاره هغه وخت ډېره مفیده تمامېږي کله چې انسان پوه شي چې د شکرې په مرض اخته شوی دی.

څېړن کوونکې دې نتیجې ته هغه وخت ورسېدل کله چې دوی غوښتل د شکرې د مریضانو د وزن په کموالي باندې څېړنې وکړي.

په دې څېړنه کې مریضانو ته له ۸۲۵ نه تر ۸۵۳ کیلوري غذا د ۳ نه تر ۵ میاشتو پورې هره ورځ ورکول کېده،د هغې نه وروسته بیا همدغه ډول غذایي پلان له له دوو نه تر شپږ هفتو پورې او بیا تر ۲۴ میاشتو پورې په دې غذايي پلان باندې عمل وکړو.

ددې کسانو د شکرې د پرمختګ ارزیابي په مختلفه میاشتو کې د میتابولیک ټسټونو له مخې اندازه کېده.لمړی ټست په پېل د تحقیق کې وشو،دوهم ځل ۵ میاشې وروسته،دریم ځل ۱۲ میاشتې بعد او آخري ځل ۲۴ میاشتې وروسته دا ټستونه وکړل.

ددوو کلونو وروسته په ۹۰ فیصده مریضانو کې دا مرض په شا تمبېدلی و مګر وروسته بیا د بعضې کسانو وزن زیات شو نو د دوهم ځل لپاره بیا د شکرې په مرض اخته شوي و.

اوس دغه تحقیقي ټیم په ۲۰۲۰ کې یوځل بیا د نورو کسانو د وزن کمولو او د شکرې نه د خلاصون لپاره څېړنې کوي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com