fbpx

د زېتون تېلو حېرانونکې ګټې

خبریال ټکی کام/د زیتون تېل د طبي لحاظه ډېر ګټور دي اود  ګټو په اړه به ډېري وختونه تاسو په اړه اورېدلي وي. لېکن دلته یې یو څه هغه ګټې چې تاسو یې په اړه پخوا نه پوهېدئ راوړي دي.

لکه د کور د ساتنې نه شروع تر پوستکي ښه ساتلو او د لرګي جوړو شوو سامانونو حفاظت لپاره ګټور دي.

د وېښتانو د کنډیشنر په توګه یې استعمالولای شې

کچېرته مو وېښته وچ او نازکه شوي وي نو په وېښتانو کې مو د نمي بېرته راوړلو لپاره د زېتونو تېل استعمال کړی او ګټه یې وګورئ.

ددې لپاره د زېتونو نیم پیاله تېل لږ ګرم کړی(جوشوۍ یې مه) او بیا یې په کراره پخپلو وېښتانو وموښئ. خپل وېښتان د پلاستیک په یوه کڅوړه کې تاو کړئ او بیا یې په جان پاک کې راونغاړئ او د ۴۵ دقیقو نه وروسته یې په شامپو ومینځئ.

 

د مخ د دانو نه ځان وژغور ئ

ددې لپاره ۴ کاشغې د مالګه او ۳ کاشغې د زېتون د تېل سره ګډ کړئ او یو مخلوط ترې جوړ کړئ او بیا همدغه مخلوط پخپلو لاسونو وموښئ او بیا یې په مخ تر دوه دقیقو پورې په کراره وسولوئ او لږ شېبه وروسته یې په نیم ګرمه اوبو ومینځئ. دا کار تر یوې هفتې پورې په دوامداره توګه وکړئ او تر یوې هفتې وروسته بیا دوه یا درېوارې دا عمل ترسره کړئ نو ډېر ژرر به مثبته پایله ترلاسه کړئ.

دشېونګ یا خرېلو کریم په ځاي یې وکاروئ

کچېرته مو د شېونګ کریم خلاص شوی وي نو د صابون له استعمال نه ډډه وکړئ ځکه هغه مو پوستکی سختوي نو کولای شئ چې د زېتون تېلو نه ګټه واخلئ دا ځکه چې دا هم جلد نرموي او هم پاکي ښه ورباندې چلېږي او کېدای شي چې د شېونګ کریم په ځای تل له زېتونو ګټه واخلې.

د غوړو لاسونو د پاکولو لپاره

کچېرته مو لاسونه د موټر په ګریسو یا په رنګ ککړ وي نو یو کاشغه د زېتون تېل له مالګې او یا بورې سره یوځای کړئ او په لاسونو یې وموښئ. دا تر څو دقیقو پورې په کلکه سره په لاس وموښئ نو په صابون سره یې ومينځئ نو هم به مو لاسونه پاک او نرم وي.

له وېښتانو نه د رنګ پاکولو لپاره

کله چې د کوټې یا بل کوم ځای رنګوئ او وېښتان مو په رنګ ککړ شول نو ددې د پاکولو لپاره تاسې په پخته کې د زېتون تېل واخلئ او په کراره سره یې په وېښتانو وموښئ نو ډېر ژر به دا رنګ پاک شي.

فرنیچر پالشولو لپاره ترې ګټه واخلئ

که کو کور کې د لرګي فرنیچر موجود وي نو غواړئ چې روښانه او جلاداره شي نو دوه حصې د زېتونو تېل د یو برخه د لیمو اوبو او یا سرکې سره یوځای کړئ او د سپرې په بوتل کې یې واچوئ او بیا یې په فرنیچر وشیندئ. دا محلول تر دوه دقیقو پورې پرېږدئ او بیا یې په یو ټوټه باندې پاک کړئ نو پاک او روښانه به شي.

د ستوني د خارښ نه د نجات لپاره

کچېرته ټوخئ درته پېدا شوی وي او کور کې مو دوا هم نه وي نو یوه کاشغه د زېتون تېل کولای شې وڅښې او په موقتي ډول دا ستونزه حل کړې او بیا به وروسته ډاکټر ته مراجعه وکړې.

د دروازې د چو چو غږ ورکولو لپاره

د دروازې قبضې او چپراسونه د زنګ نیولو په وجه تنګونکي آوازونه کوي نو د بازار نه د کوم شي راوړلو په ځای د زېتون لږ تېل ورکړئ او ددې جنجالي غږ نه ځان وژغورئ.

له دېوال او فرنیچر نه د ستیکرونو لرې کولو لپاره

ماشومان اکثره وخت په دېوال یا فرنیچر باندې پلاستر یا ستېکر وهي چې نه پاکېږي او یا له پاکولو سره داغ پاتې کېږي نو ددې نه د خلاصون لپاره لږ تېل په ستېکر باندې وموښئ او څو دقیقې وروسته یې راکش کړئ کومه نښه به هم نه وي پاتې.