fbpx

د اندونیشیا په ځنګله کې د ټولو نه غټ ګل موندل شوی

خبریال ټکی کام/د دنړی تر ټولو غټ ګل ریفلیزیا چې په انګرېزي کې ورته ‘مونسټر فلاور’ هم وایي. دا ګل د خپل خاص طفیلي  خاصیت او بد بوی لرلو په اساس پېژندل کېږي.

ددې جنس په ګلانو کې ریښې، تنه او پاڼې نه وي. ددې طفیلي ګل له پاسه د پنځه پاڼو لرونکې  ګل غوټی او یو د یوې کټوې په شان ګرد جوړښت یې په مینځ کې وي. ددې جنس ګلان ډېر غټ غټ وي.

دا ګلان پاڼې او ریښې نه لري او د نورو بوټو په سر راشین کېږي نو خپل خوراک د همدغو ونو او بوټو نه اخلي په کوم باندې چې دا ګل راشین کېږې.

 اوس د انډونیشیا د ځنګلونو ادارې چارواکو لخوا دا ګل کشف شوی دی چې د نورو ټولوهغو ګلانو نه غټ دی چې پخوا لیدل شوي و.

د غربي سموترا د طبعي او ځنګلي بوټو او ژویو د ساتنې ادارې ویلي چې ددې ګل د پاڼو قطر ۴ فټه ته رسېږي او دا تر اوسه پورې له ټولو لوی ګل پېژندل شوی.

د حېرانۍ خبره داده چې په همدغه ځای کې په همدغه بوټي باندې په ۲۰۱۷ م کال کې له ټولو غټ ګل موندل شوی و خو دا ګل بیا ۴ انچه له هغه پخواني ګل نه پلن دی.

ددې ګل نه داسې یو بد بوی خپرېږي لکه خرابه شوې غوښه او یا خراب شوی مړی. ددې څنګ ته ورتګ هم د هر چا د وس خبره نه ده.

ددې ګل ژوند ډېر کم وي او دا ګل د غوټی خلاصولو نه یو هفته وروسته له مینځه ځي.