fbpx

اکشی کمار د «لکشمي بم» فلم کې د ښځې رول ادا کړئ

خبریال ډاټ کام/ بالیووډ فلمونو مشهور اداکار اکشی کمار چې په فلمي نړۍ کې زیات پدې شهرت لري، چې داسې جالب فلمونو نندارې ته وړاندې کوي چې د خپلو مینه والو پام ځانته پرې اړوي.

اکشي کمار لپاره ۲۰۱۹ کال پدې بریالی و، چې نوموړي پکې څلور داسې فلمونو نندارې ته وړاندې کړل، چې هر فلم يې له سل کروړو زیاتې هندۍ کلدارې ترلاسه کړې.په بالیووډ فلمونو کې داسې کم ایکټران شتون لري،چې په کال کې د درې فلمونو نندارې ته وړاندې کړي،خو اکشی بیا پدې برخه کې له ټولو ایکټرانو وړاندې دی او داسې جالب فلمونو ډکوي،چې د هر مینه وال پام ځانته راړوي.

اکشي کمار په پام کې لري چې روان ۲۰۲۰ کال کې هم داسې فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، چې خپل مينه وال پرې حیران کړي.

نوموړی روان ۲۰۲۰ کال کې په پام کې لري چې څلور دغه فلمونه خېلدي کمار هاز سوریاونشي،لکشمي بم،پریتوراج او بچن پنډې فلمونه نندارې ته وړاندې کړي. خو پدې ټولو فلمونو کې یو د هغه جالب فلم چې مینه وال يې سر له اوسه په ټولنيزو رسنیو کې حیران کړي، هغه د «لکشمي بم» فلم دی.

 لکشمي فلم کې اکشی کمار د یوې ښځې رول ادا کړئ دی، نوموړی د هندی کلتور مطابق د ښځو لباس په تن کړئ او همداشان یې په ټنډه سور داغ هم وهلی دی.

اکشي کمار ويلي دده په ژوند کې تر ټولو سخت فلم «لکشي بم» فلم و.

نوموړی زیاتوي، د ښځې لباس، طنز او د هغې په څير رول ادا کول د هغه لپاره آسان کار نه و، خو نوموړی زیاتوي د فلم ډکونې پر مهال له کومو ستونزو سره ندی مخ شوی.

نوموړي څخه ددغه فلم کې د ښځې د رول په اړه بيلا بيلې پوښتنې وشوې،نوموړي يې په ځواب کې وويل، هر وخت يې هڅه کړې چې مینه وال خوښ وساتي.

نوموړي وويل په (ساري) یا زنانه لباس کې د رول لوبولو په اړه يې ستوونزه نه درلوده.

د لکشمي بم د فلم په اړه اکشی کمار وویل: (( زه «ساري)یا زنانه لباس کې د رول لوبولو سره په راحت کې ووم، د فلم ډکونې پر مهال له کومې ستونزې سره نه یم مخ شوی، خو دا زما په ژوند کې تر ټولو ستونزمن فلم و.))

لکشمي بم فلم چې ډایریکټري یې رګاوا لارینس په غاړه لري، ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال د عید په ورځ به د سلمان خان د «ردهي» فلم سره یو ځای نندارې ته وړاندې شي.

په دغه فلم کې کیارا ادواني مشر رول، همداشان توشار کپور، شراد کېلکرهم کار کړئ دی.