fbpx

جاپاني پاسپورټ په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

خبریال ډاټ کام / د هینلي پاسپورټ انډیکس شرکت له لوري سږ کال یوځل بیا د نړۍ د ډیر شمېر هیوادونو پاسپورټونه ارزول شوي دي چې په پایله کې د نړۍ تر ټولو با اعتباره او کم اعتباره پاسپورټونه ټاکلي دي چې پکې د جاپان هېواد لومړی مقام ګټلی، خو د افغانستان او پاکستان پاسپورټ په وروستیو کې راغلي دي.

د پاسپورټونو دا درجه بندي د یاد شرکت له لوري د ردیف بندۍ په خاطر په ځانګړې توګه پرته له ویزې هېوادونو ته د سیاحت او یاهم په هوایي ډګرونو کې د ویزو د ترلاسه کولو په په اساس ګڼل شوی دی.

هر هغه هېواد چې وګړي تر ټولو زیاتو هېوادونو ته پرته له ویزې د سفر کولو امکان ولري د هغه هېواد پاسپورټ د دې ارزښت له مخې هم په لوړ اعتبار کې راغلی دی.

په همدې موخه د جاپان هېواد پاسپورټ بیا په درجه بندۍ تر ټولو لومړی مقام ګټلی دی چې په دې پاسپورټ سره جاپانیان کولی شي چې د نړۍ ۱۹۱ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي.

په دوهم مقام کې بیا د سینګاپور پاسپورټ ځای لري چې په دې سره د دې هېواد وګړي هم کولی شي چې نږدې ۱۹۰ هېوادونو ته پرته له ویزې سفرونه وکړي.

له سینګاپور وروسته په دې درجه بندۍ کې د سویلي کوریا وګړي هم کولي شي چې پرته له کومې ستونزې د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي.

په دریم ځای کې جرمني هم قرار لري د دې هېواد وګړي کولی شي، د سویلي اسیا د وګړو په څېر ۱۸۹ هېوادونو ته پرته له کوم خطره بې له ویزې ولاړ شي.

په څلورم مقام کې بیا د ایټالیا هېواد پاسپورټ قرار لري چې په درجه بندۍ کې ښه اعتبار ترلاسه کړی دی د دې هېواد وګړي کولی شي چې ۱۸۸ هېوادونو ته پرته له ویزې سفرونه وکړي.

په همدې څلورم مقام کې د ایټالیا ترڅنګ فنلنډ هم ځای لري چې خلک یې له دې وروسته کولی شي ۱۸۸ هېوادونو ته سفر وکړي.

په پنځم ځای کې بیا د دریو هېوادونو پاسپورتونه قرار لري چې له ډلې هسپانیه، لوګزامبورګ او ډنمارک شامل دي چې وګړي یې کولی شي ۱۸۷ هېوادونو ته پرته له ویزې په ډیرې اسانۍ سره سفرونه وکړي.

د ټیټي درجې پاسپورټونه کوم دي؟

په سږني ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان، سوریې، عراق او افغانستان پاسپورټونه بیا تر ټولو کم ارزښته بلل شوي دي، د دریو واړو هېوادونو درجه بندي له ۱۰۴/۱۰۵/۱۰۷ پورې ښودل شوې ده.

د پاکستان وګړي کولی شي ۲۸ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي، د سوریې او عراق ۳۰ هېوادونو ته او افغانان هم کولی شي چې د دې معلوماتو پر بنسټ ۲۶ هېوادونو ته پرته له ویزې سفرونه وکړي.

دغې شرکت په اسیا کې د دې وروسته پاتې پاسپورټونو په اړه هم ویلي دي چې د افغانستان په شمول په عراق، سوریې او پاکستان کې دا مهال سختې جګړې دي چې له همدې کبله ورته بهرنیان تګ راتک نه شي کولي ځکه چې هلته سیاسي ډيپلوماتیک، اقتصادي، سیاحتي پرمختګونه نشته ،نو ځکه یې پاسپورټونو خپل ارزښت بایللی دی.

کوم عوامل دي چې پاسپورټ ځواکمنوي؟

د معلوماتو له مخې هغه هېوادونه کولی شي چې په دې درجه بندۍ کې مخکیوالی پیداکړي چې په پاسپورټ یې نورو ډیرو هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکولی شي، دغه راز په هغه هېواد کې چې نړیواله سوداګرۍ، صنعت سیاحت پیاوړتیا پیداکړي خلک ورته ډیر راشي او لاړشي ډيپلوماتیکې او اقتصادي اړیکي پراخې شي او سیاسي اړیکي هم ولري، نو پاسپورټ یې په خپله ارزښت پیداکولی شي.

په ۲۰۲۰ کال کې د پاسپورټ د ځواک په درجه بندۍ کې د جاپان اوسینګاپور هېوادونو ځکه مخکیوالی ترلاسه کړی دی چې په یادو هېوادونو کې امن دی او دغه راز پکې ډیر سوداګر په پانګې اچونې بوخت دي او پورتني مهم شرطونه یې هم پوره کړي دي.

د هغو هېوادونو پاسپورټونه چې له لومړیو مقاومونو وروسته راغلل:

د امریکا او انګلستان پاسپورټونه هم په لسو غوره شویو پاسپورټونو کې راغلي دي د دواړو هېوادونو پاسپورتونه په اتم مقام کې قرار لري، خو د دې هېوادونو پاسپورټونو په وروستیو پنځو کلونو کې خورا شاته راغلي دي.

د امریکا او انګلستان پاسپورټونه چې اوس هم په نړۍ کې خاص نوم لري پخوایې یو ښه اعتبار درلود اوس هم په ښه اعتبار او درجه بندۍکې قرار لري خو نږدې پنځه کاله وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ لومړني دوه پاسپورتونه غوره شوي وو.

خو د اوسنۍ درجه بندۍ له مخې د امریکا او انګلستان په پاسپورتونو باندې نږدې ۱۸۴ هېوادونو ته پرته له ویزې سفرونه کېدلی شي.

هغه هېواد چې په تېرو لسو کلونو کې ډیر مزل وهلی دی.

په تېرو لسو کلونو کې د متحده عربي اماراتو د پاسپورټ ځواک د ستایلو وړ دی دې هېواد ته د سیاحت لپاره د ډیرو خلکو د ورتګ له کبله دوی په تېرې یوې لسیزه کې ۴۷ ځایونه وروسته پاتې کړي دي او ان ۱۸ مقام کې اوس پاسپورټ قرار لري.

د متحده عربي اماراتو وګړی اوس کولی شي چې په اتلسم مقام سره د نړۍ ۱۷۱ هېوادونو ته پرته له ویزې سفرونه وکړي چې په دې سره یې خورا لوی سفر کړی دی.

عابد