fbpx

د خولې بد بوی د کومو ناروغیو په طرف اشاره کوي؟

خبریال ټکی کام/د خولې بوی ته په طب کې halitosis وایي. دا د غاښونو د ناپاکۍ په وجه او کله کله هم د نورو امراضو له کبله پیدا کېږي.

د خولې بوی د مختلفو خوراکونو د خوړلو په وجه او کله هم د غیر صحي ژوند تېرولو له وجې مینځ ته راځي.

اوس نو که دا بوی د غاښونو نه مینځلو او یا هم غیر صحي خوړو په  وجه پیدا شوی وي علاج یې آسان دی خو کله کله هم دا د کومې بلې ناروغۍ نښه هم کیدلای شي لکه:

 

خرهاری:

کچېرته تاسو په خوب کې خرهاری کوئ او یا مو خوله وازه پاتې کېږي نو په دې حالت کې ستاسو په خوله کې په زیاته اندازه باکتریاوې راجمع کېږي او په دې وجه ستاسو د خولې بوی پیدا کیږي.کچېرته تاسو د شاه په تخته یعني سیده ویده کیږی نو بیا خو د خرهاري اندازه دوه چنده کېږي او که په اړخ ویده شئ نو بیا مو د خرهاري ستونزه راکمېږي.کچېرته تاسو په خوب کې ډې خرهاری کوئ او هم مو خوله بوی کوي نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ او هم مو غاښونه سهار او د شپې په برش سره د تل لپاره مینځئ.

 

د ژامو ناروغۍ

هغه اشخاص چې نسوار او یا سګرټ یا چرس څښوي نو د هغوی له خولې نه بد بوی ځي.د نسوارو او تمباکو پاتې شوي اجزا د ژامو په بیخ کې پاتې کېږي چې د مکروب بڼه غوره کوي.نو دغه ډول اشخاص باید نشه پرېږدي او یا دې خپل غاښونه د تل لپاره برش کوي.د ژامو مکروبونه ارثي هم کېدای شي.

په معده کې تېزابیت

کله چې معده تېزابي شي نو دغه تېزابي مواد بیا د معدې نه د حلق سره د وصل شوې نالۍ ته وربهېږي(خوراکي نالۍ)،ددې په پایله کې د خولې بوی پیدا کېږي. کله کله هم خولې ته د معدې نه تېزابي مواد راپورته کېږي.دغه تېزابي مواد حلق او خوله متاثره کوي او د ډېر بوی جوړونکو باکتریاګانو د ودې سبب کېږي.

په تنفسي جهاز کې ستونزه

نزله،زکام،ټوخی او نورې تنفسي ناروغۍ په باکتریاو باندې لړلی بلغم خولې او سپږمو ته راپورته کوي او ددې له کبله بیا خوله هم متاثره کېږي خو کله کله بیا د نزله یا زکام له ختمېدو سره سمه دا ستونزه له مینځه ځي.

د شکرې ناروغۍ

کچېرته تاسو د شکرې ناروغۍ لرئ نو د میوو په شان د خولې بوی د همدې مرض علامه ده ځکه بدن د شکرې په ځای وازده استعمالوي. دا یوی ددې علامه او خبرداری وي چې په بدن کې د انسولین کمی دی او په دې حالت کې باید ډاکتر حتمي وکتل شي.

د درملو استعمال

بعضې درمل د خولې د بوی سبب جوړېږي ځکه ددې د خوړلو نه خوله وچېږي.د زړه د ناروغیو لپاره استعمالېدونکي درمل،د سرطان لپاره د کیموتراپي لګول او د خوب درمل خوړل هم د خولې بوی پېدا کوي.دا درمل داسې کېمیاوي مواد جسم کې خارجوي چې د هغې له امله خوله وچېږي او د بوی پیدا کېدو عامل ګرځي.

د ستوني تانسلونو ناروغي

تانلسز د ستوني شاته موجود وي او د مکروبونو د له میڼځه وړلو کې مرسته کوي مګر کله کله هغه پخپله مکروبي شي او د سخت درد باعث کېږي.دغه تانسلونه بیا په همدې دوران کې بوی لرونکي مکروبونو ته هم وده ورکوي او د خولې د بوی سبب کېږي نو په دې اړه باید ژرر د داکټر سره وکتل شي.

د اوبو کمی

کله چې جسم ته په کافي اندازه اوبه نه ورځي نو بیا بدن د ډی هایډرېشن(د جسم د اوبو کموالي ناروغي) له ستونزې سره مخامخ کېږي په دې وخت کې د خولې لاړې چې د مکروبونو د له مینځه وړلو دنده لري کمې تولیدېږي او د خولې بوی پیدا کوي.

د جګر ناروغي

خولې ته خوږ بوی راتلل او یاپه خوله کې خوږ خوند جوړېدل ددې نښه ده چې جګر په سمه توګه کار نه کوي او یا هم د زېړي علامت کېدلای شي نو باید ژر له ډاکټر سره مشوره وسي.

د ګردو ناروغي

کچېرته مو له خولې نه د ماهي په شان بوی راځي نودا ددې علامت دی چې ګردې په سمه توګه خیره/چرک نه پاکوي او په ځان کې یې جمع کوي. دا کله هم ددې نښه وي چې ګردې مو نور له مینځه تلونکي دي نو ضرور باید د ډاکټر سره وکتل شي تر څو د مرګوني حالت څخه وژغورل شئ.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com