fbpx

اکشې کمار د باولیوډ فلمونو په تاریخ کې زیاتې پیسې ګټونکی شو

خبریال ټکی کام/ مشهوره او پېژندل شوی د هندي فلمونو لوبغاړي اکشی کمار تېر کال په باکس آفس باندې له ۷ بلیونه زیاتې روپی وګټلې چې تر اوسه هېڅ یو هندي اکټر دومره روپی نه دي ګټلي.

د اکشی کمار تېر کال درې فلمونه راووتل. لمړی فلم یې ‘کیسری’ وه. دهغه دغه فلم له یو بلیون نه زیاتې روپی وګټلې. دده دوهم فلم ‘مشن منګل ‘ و او دغه فلم بیا له دوه بلیونه زیاتې روپی کاروبار کړی و او دریم فلم یې بیا’هاوس فل ۴’ و چې دې فلم هم له یو بلیون نه زیاتې روپی وګټلې.د اکشی کمار آخري یا څلورم فلم بیا ‘ګډ نیوز’ و او دده دې فلم هم له یو بلیون زیاته ګټه وکړه.

د اکشی کمار دې څلورو فلمونو په مجموعي ډول له ۷ بلیونو زیاته ګټه کړې وه چې له دې سره هغه په بالیوډ کې لمړی فلمي اداکار شو چې دومره زیاته ګټه یې په یو کال کې کړې وه.

له ده نه مخکې د بالیوډ بل مشهور هیرو سلمان خان و چې په ۲۰۱۵ کال کې یې۵ بلیونه روپی ګټلې وې. دده فلم بجرنګي بهایي جان له ۳ بلیونه زیاته ګټه کړې وه او بل فلم ‘پریم رتن دهن پایو’ بیا دوه بلیونه روپی وګټلې.

د هندي مطبوعاتو د راپور له مخې تېر کال په لمړی درجه پیسې ګتونکی اکشې کمار و او په دوهمه درجه بیا رتیک روشن زیاته ګټه کړې وه.

د ریتیک روشن تېر کال دوه فلمونه راووتل چې یو یې’وار’ وچې ۳ بلیونه روپی کاروبار یې وکړ او بل فلم یې’سپر ۳۰ ‘ و چې یو بلیون ګټه یې کړې وه.

همدغه شان بیا په ۲۰۱۹ کال کې په دریم نمبر ټایګر شرف راځي چې له درې بلیونه زیاته ګټه یې لرله.

د یادونې وړ ده چې له دې نه مخکې د هندوستان په مطبوعاتو باندې ویل شوي و چې تېر کال کې به زیاتې پېسې ګتونکی اداکار شردها کپور وي او په دوهم نمبر به بیا عالیه بهټ راشي.