fbpx

د وزن کمولو عملیات د سرطان باعث کېږي

خبریال ټکی کام/د غټ وزن لرونکي او د ورزش نه کونکي اشخاص ددې لپاره چې ښایسته ښکاره شي عملیات ترسره کوي چې وروسته بیا دا عملیاتونه د وژونکو ناروغیو سبب کېږي

اوس ساینسدانانو په یوه څېړنه کې معلومه کړې ده چې د وزن کمولو لپاره عملیات کول د پوستکي د سرطان باعث کېږي.

دغه تحقیق د سویډن په ګوتهین برګ پوهنتون کې ترسره شوی دی او بیا په ‘جی ای ایم اې’ د ډرمتولوژي ژورنال کې خپور شوی دی.

د څېړونکو په وینا دوی په دې تحقیق کې د جلدي سرطان او د وزن کمولو عملیاتو ترمنځ رابطه څېړلې ده.

څېړونکو ددې تحقیق لپاره د ‘سوېډش اوبیس سبجیکټس’ ادارې او د سویډن د سرطان د ثبت ادارې څخه ارقام راټول کړي او په دې ارقامو کې هغه کسان چا چې د وزن کمولو لپاره عملیات ترسره کړي دي  معلومات راجمع کړي دي.

دغو څېړونکو ددې ادارو نه د ۲۰۰۰ کسانو ډېټا راتوله کړې ده او بیا یې ددغو معلوماتو پرتلنه د هغو کسانو سره کړې چاچې د وزن کمولو لپاره عملیات کړي و.

ساینسدانانو ددغو ارقامو په مرسته دا معلومه کړه چې هغه څوک چې د وزن کمولو پخاطر عملیات ترسره کوي په دوی کې د میلیونوما ناروغی خطر ۵۲ فیصده وي او د جلدي سرطان خطر ۴۲ فیصده ته رسېږي.

عملیات کونکو اشخاصو نه ۲۳ کسان په سرطان اخته شوي او او په دوی کې بیا ۱۲ کسان داسې وو چې د هغوی مرض نور هم خطرناک شکل غوره کړی و.

د څېړونکو په نظر دا خبره واضح شوه چې د عملیات نه وروسته په جسم کې ناڅاپي تغیرات رامینځ ته کېږی چې له کبله یې د انسان د ژوند د ختمېدو سبب جوړېږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com