fbpx

هندي بنسټپالو د ديپيکا چپهاک فلم سره د بایکاټ ۳ لکه ټویټونه کړي

خبریال ډاټ کام/ د هند د سینما مشهوره ښځینه لوبغاړې دیپيکا پاډوکون د جوهر لال نهرو پوهنتون پر مسلمانو محصلینو دهندو بنسټپالو له برید وروسته د پېښې ځای ته د مسلمانانو د خواخوږۍ لپاره ورغلې ده.

نوموړې په پوهنتون کې له محصلینو سره هم لیدلي دي او هغوی ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

ديپيکا د جواهر لال نهرو پوهنتون ته ماښام مهال رسیدلې خو له رسیدو سره یې کومه وینا هلته نه ده کړې او پرته له خبرو بیرته ستنه شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیود دیپیکا پاډوکون دې خواخوږۍ غوغا جوړه کړې ده.

د پاډوکون د  چپهاک فلم سره د بایکاټ لپاره هندو بنسټ پالو ۳ ټویټونه کړي دي.

ځینو بیاویلي نوموړې خپل فلم ته د تبلیغ په خاطر دا ډول ناڅاپي سفرونه ترسره کوي څو یې مینه وال نور هم ډیر شي.

دیپیکا د لکشمي اګروال نومې نجلۍ د ژوند پر کیسه فلم چمتو کړی، چې په هند کې پرې تیزاب شیند شوي دي.

یو شمیر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د محصلینو ترڅنګ د دیپیکا دریدل ستایلي دي او ویلي یې دي، چې نوموړې پياوړې ده.

د یپيکا نوی فلم چپهاک ته ډيری داسې کسان هم انتظار دي، چې پر بالیووډ ملنډې وهي. دوی وایي دا فلم د یوې نجلۍ پر ژوند ریښتینې کیسه ده او دوی یې لیدو ته ډير لیواله دي.

تر ډیره د نریندرا مودي پلویویانو نوموړې سخته رټلې  او ویلي یې دي، چې دیپیکا خپل فلم لپاره د بازارموندنې هڅه کوي.

۳۴ کلنې دیپیکا دهند په لسګونه بریالیو فلمونو کې رول لوبولی دی او پر ټولنیزو رسنیو هم ډيره فعاله ده او دغه راز نوموړې په بالیووډ کې ډیر زیات مینه وال هم لري.

د پاډوکون هر نوي فلم ته د هند د وګړو سربیره په نړیواله کچه ډير خلک انتظار باسي خو چپهاک ته سره له دې چې پر ضد یې ډیر ټویټونه هم شوي ډير زیات خلک انتظار باسي.