fbpx

د ايران او امريکا جنګ او که د افغانستان اقتصاد له پښو غورځول

لکه څرنګه چې افغانستان يو وارداتي هيواد دى, چې د نورو توکو تر څنګ نفت هم له ګاونډيو هيوادونو څخه واردوي, چې د تېلو د وارداتو مجموعي ارزښت يې په ۲۰۱۸ کال کې ۷.۴ مليارده امريکايي ډالر اټکل شوى دى، نو کله چې د تېرې جمعې په ورځ د امريکا لخوا يو ايرانى قومندان په عراق کې په نښه او له منځه ولاړ، نو دې پېښې سره په نړيوال مارکېټ کې د تېلو د يو بېرل بيه له$۶۶-۶۹.۵$ ته لوړه شوه, او اوس ايران ګواښ کړى چې له امريکا څخه به بېرته سخت غچ واخلي، نو اوس که ددواړو هيوادونو تر منځ جوړ جاړى ونشي نو په سيمه کې به سخته جګړه پيل شي، چې دې سره به د هور موز تنګى وتړل شي، دا هغه تنګى ده چې د نړۍ ۱.۵ برخه تېل له دې ځاى څخه تېرېږي, چې په افغانستان به مستقيما ً منفي تاثير ولري.

ځکه که جګړه پيل شي د تېلو او ګازو واردات به دلته بند شي, چې دې سره به د هر واحد توليد نرخ به لوړ شي, د ترانسپورت مصارف به لوړ شي, توليد به کم شي، انفلاسيون کچه به هيواد کې لوړه شي، د افغانۍ ارزښت به د نړيوالو اسعارو مقابل کې ښکته شي، او بلاخره پانګه به بهر ته فرار وکړي.

او له دې علاوه هغه توليدي فابريکې چې اکثره په ډيزلي لويو لويو ماشينونو چلول کيږي کاملاً سقوط شي، او همدارنګه د هيواد په ولاياتو کې اکثره بانکونه د ډيزلي ماشينونو په وسيله له برق استفاده کوي هغه به هم فلج شي، او زمونږ مالي سيستم به لويه ضربه وارده او ددې تر څنګ به په هيواد کې ټولې لواګانې او قول اردو ګانې د ډيزلي برق په اساس روښانه دي، چې ددې ټولو بدبختيو فشار بېرته زمونږ په وګړو او دولت ده، ځکه چې مونږ ددې خبيث هيواد ګاونډي يو.

د ايران پر ځای ښه به دا وه چې امريکا پر پاکستان کې په هغو ځايونو بريدونه وګړي چې تره ګر پکې ميشت دي او هغه پاکستاني فوځي جنرالان خپل هدف وګرځوي چې تره ګر روزي او د افغانستان په ګډون يي ټوله سيمه يې نا امنه کړي ده.

ليکوال : شيرعلى ځدراڼ