fbpx

پياز په ژمي کې د ډيرو ناروغيو علاج

پيازه که څه هم د يوناني(دوديز) طيب په اند د طبيعت له پلوه ګرم او خشک دي چې ځينې داسې ځانګړي خواص پکې شته چې د ډيرو نارغيو لپاره ډير ښه درمل دي.

د پياز حيرانونکي خواص

پياز د هغو خوراکې توکو له هغې ډلې څخه شميرل کيږي چې د ډيرو پخوانيو کلونو راهسې او په کليو او لري پرتو سيمو کې د ځينو ناروغيو د مخنيوي په توګه ترې ګټه اخيستل کيږي.
پياز ډير ژر خرابه او ميکروبي هوا ځانته جذبوي نو له همدي امله د ډيرو زحمونو او د بدن د هغو خوړينو برخو په جوړولو کې تر ګټه اخيستل کيږي.

پياز چې د جنسي کمزوی او بدنې قوت لپاره هم کارول کيږي. اوس مهال هم هغه لوبغاړو ته ورکول کيږي چې د اولمفيک په لوبو کې ګډون کوي.

په يوناني (دوديز طيب) کې راځې که کوم څوک له خپل ښار يا کلې بلې سيمې ته ولاړ شې ددې لپاره چې د هغې سمي هوا يې ناروغ نه کړي لومړی بايد په هغه ځای کې پياز وخوري.ځکه پياز د ميکرروبې محيط او هوا مخنيوی کوي.

په پيازو کې د ويټامينونو پراخې سرچينې شتون لري چې B6″ B2 “B1 “C دي او د پوتاشيم، کلسيم، فاسفورس شتون او ځينې ميکروبي ضيد خواص هم لري.
خام پياز په پراخه کچه د C ” A ” B ويټامينونو لري چې اوسپنه او سديم او اينولين هم لري.

دپياز په خوړو له ځينو دردونو ځان خلاص کړئ

سور او زيړ پياز په پراخه کچه ځينې کميايې کورسينين لري چې د اکسايدنو او ميکروبو ضيد دي او ضمنا” په بدن کې د ارامتيا او له درد څخه د خلاصون دنده پر غاړه لري.

پياز د وينې د فشار په راکمولو او د وينې د جريان په منظم والي کې مهيم رول لري.
او د ډيرو کوروستينو په درلودو سره د وينې خوړ هم را کموي.

پياز د مثانې د تلکيف او ځينو ميکروبي ناروغيو کې ښه دي.

دانش

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com