fbpx

اوه ماشومان پنځه پښې!

دا څرګنده خبره ده، چې په هېواد کې به هیڅ داسې کورنۍ نه وي، چې روانې جګړې ترې د زړه ټوټه نه وې بیله کړې.

خو داسې هم شته، چې تر بل هرچا یې ډير پور پرې کړی دی.

لنډه کیسه خو دردونکې!!

د روانې جګړې له تپه هیڅ کلی نه دی پاتې! جګړې تیرې شوې، روانې دي، مرمۍ وریږي خو موخه معلومه نه ده هیڅوک یې پوښتنه نه کوي،چې دا ګولۍ چیرته او د چا پر کور لګیږي؛ هرڅوک ځان په حقه بولي.

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي او فتح آباد کلي ترمنځ په یوه خټینه کلا کې یوې کورنۍ د روانې جګړې پور دومره دردونکی پرې کړی،چې کلونه به یې درد ویني.

آن دومره درد لري، چې که د نړۍ هرڅومره سخت زړی انسان یې وګوري سترګې به یې اوښلنې شي.

په انځور کې ۷ ماشومان هغه دي، چې سهار وختي له کوره د لوبو په نوم د کور مخې ته د هغې مرمۍ ښکار شول، چې دوی په ناپامۍ د لوبو لپاره موندلې وه.

دوی داسې ګمان کاوه،چې د لوبو یو ښه شی یې موندلی خو نه پوهیدل، چې همدا به یې د بدن دغړو په آرمان کړي.

ناڅاپه درز شو! نازولي خویندې ورونه ټول په بدن نیم یوې او بلې خواته پراته وو.

کورنۍ یې، چې رارسیږي ګوري ټول اولادونه یې په بدن نیمګړي وینلړلي پراته دي ژر یې روغتون ته ورسول.

که څه هم کورنۍ یې زیات ویر کاوه خو بیا یې هم شکرونه ویستل او ویل یې،چې خدایه شکر ژوندي خو دي.

کیسه اوږده ده خو که سړی د جګړې پایلې ته وګوري او د ماشومانو د ژوند دا انځور وګوري ښايي په ساعتونو ساعتونو وژاړي.

که دا انځور د نړۍ هر سخت زړی انسان وویني ښایي سترګې یې اوښلنې شي او  وبه وايي جنګ دې ورک شي نوم دې ورک شي.

که په ریښتیني ډول انسان روان حالت درک کړي نو د دې کوچنیانو ژوند نه به درس واخلي ځکه له دوی نه ۹ پښې یوې مرمۍ یوړلې!! اوس ۷ ماشومان په ۵ پښو ګرځي حال دا، چې دوی باید ۱۴ پښې لرلی.

ښایي دې ماشومانو ته ورته د هېواد په ډيرو سیمو کې داسې په بدن نیم ماشومان ولرو، چې ځوریږي او څه نه شي کولای.

جګړه څه ګټه لري؟ دا یې تر ټولو لویه ګټه ده ، چې بدبختي رامنځته کوي.

اوس تر هرڅه ډير سولې ته اړتیا ده، که د سولې لیواله یاست جګړه خو لا پریږده ان له جګړه ییز فکره هم تیریدل پکار دي.

که نن پر تا ده سبا پرما د ژوند روان بهر همداسې دوام لري که مو دا بحر د زده کړو په ګاڼه سمبال کړ سم به ځي او سیمې به خړوب او ګلزار کړي او که نه نو تورې تیارې او نړۍ به په بل مخ کړې.

په دې اړه، چې څومره لیکل وکړې کیږي خو ښايي هغو ته چې جګړه ییز فکر ولري یواځې د همدې نازولو ماشومانو انځور کافي وي.

لیکوال: فقیرزی