fbpx

د کترینه کيف ۱۵ کاله په بالیووډ کې پوره شول

خبریال ډاټ کام / د بالیووډ فلمونو مشهوره اداکاره کترینه کيف چې په ښځينه ایکټرانو کې زحمت کښه او په فلمونو کې په ښه رول مشهوره ده، د نوموړې ایکټرې ۱۵ کاله د هند په بالیووډ سينما کې تیر شول.

نوموړې ایکټره په لومړي ځل په ۲۰۰۵ کال کې د سلمان خان سره یو ځای په (مېن پيار کیون کیا) فلم کې راښکاره شوه او له هغې وروسته يې په هندي فلمونو کې زیات شهرت ترلاسه کړ.

نوموړې ويلي پدې پنځلس کلنه موده کې يې د فلم د هرې شيبې څخه خوند اخيستی دی.

کتریه کیف زیاتوي د ۲۰۲۰ کال لپاره د مینه والو لپاره ښه پلانونه لري او هڅه به وکړي چې مینه والو ته پدې کال کې نوي څه وړاندې کړي.

نوموړې څخه په وروستۍ مرکه کې پوښتنه وشوه، څه احساس کوي کله چې د مينه والو لخوا د زياتې مینې او هرکلي سره مخ کيږي؟

نوموړې يې په ځواب کې وويل، هيڅ تصور نشي کولی چې څومره د خوشحالۍ احساس کوي.

کترینه کيف په ورته وخت کې د خپلو مینه والو څخه زیاته مننه وکړه،چې هر وخت یې ستایلې او خپل کار ته يې هڅولي ده.

هغې وويل: (( زه د ټولو مینه والو څخه ډيره مننه کوم چې همیش يې ستایلي یم.مینه یې راکړې.خپل هنري کار ته یې هڅولي یم.پدې پنځلس کلنه موده کې مو د هر فلم د هرې شيبې څخه خوند اخیستی.زما هڅه هميشه دا وي چې نرم مزاجه وواسم.))

کترینه کيف د ۲۰۲۰ کال د پلان په اړه وويل،هڅه به وکړي چې پدې کال کې ډير نوي څه مینه والو ته وړاندې کړي او دوی خوښ او خوشحاله وساتي.

د یادولو وړ ده چې د کترینه کيف وروستۍ فلم بهارت و او راتلوونکی فلم « سوریاوانشي» کې له اکشی کمار سره یو ځای راښکاره شي. د ياد فلم ډایریکټري روهیت شيټي په غاړه لري.

ټاکل شوي چې سوریاوانشي فلم به د راتلوونکي مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.
پدې فلم کې کترینه کیف د اکشی کمار مخالف رول ادا کړی.

د سوریاوانشي فلم لپاره د سندرې ډکولو البوم پدې وروستیو ورځو کې په ممبی ښار کې ترسره شول.
ویل کیږي چې کترینه کيف به راتلوونکي فلم (سیدهنت چټورويډي) او (ايشان خطر) کې راښکاره شي.

عزیزي