fbpx

کوټه:مسجد کې چاودنه تلفات (۳۵) جګ شول

خبریال ډاټ کام / د بلوچستان ایالت (جنوبيپښتونخوا) سیټلایټ ټاون ته څېرمه په مسجد کې بميچاودنې د پولیسو افسر (ډپټي سپرنډنټ اف پولیس یا ډي ایس پي) یعنيامر د امنیت امان الله هلاک شوی او (۱۳) نور مقتدیان هم وژل شويدي‌.

په چاودنه کې (۲۱) نور ټپیان دی ، ځايي سرچینې واييچې د پولیس افسر دوه ساتونکيهم هلاک شويدي‌ .‌

دا چاودنه د ماښام د لمانځه د دوهم رکعت پر مهال په (مدرسه دارالعلوم الشرعیه) کې وشوه .

که څه هم تر دم ګړیه لا د چاونې اصليهدف نه دی روښانه ، خو ځايي خبریالان واييچې ښاييد چاودنې هدف د امنیت امر املله وو، د هم دغه پولیس افسر زوی نجیب الله یوه میاشت وړانديپه کوټه کې په یوه هدفيوژنه کې ژوند له لاسه ورکړی وو.

امان الله د کوټيپر سریاب روډ پولیس سټیشن کې دنده درلوده او هم مهاله ؛هغه په یوه پیاوړيپولیس افس مشهور وو.

د کوټيد جمعې دورځيچاودنې که څه هم په ځايي خلکو کې وېره پیدا کړې ده ، خو د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو واييچې د پېښيپلټنې یې پیل کړې دي‌.‌

ددغې چاودنې سم دستيوروسته د پېښي ځای ته پوځیان رسېدلياو سیمه یې کلابنده کړې ده ؛ځیني وايي چې ښايي په چاودنه کې د پاکستان د استخباراتيادارې کوم لوړرتبه چارواکی هم هلا شوی وي ،خو تر اوسه تصدیق نه دی شوی .

دغه چاودنې پر شیعه لږکیو د هغې چاودنې یاد بیا تازه کړی دی چې دقیقأ (۷) کاله وړانديد ۲۰۱۳ کال د جنوري پر ۱۰ نېټه په کوټه کې وشوه او تر سلو ډېر کسان ورکيووژل شول .

د پاکستان بلوچستان ایالت تر بليهري صوبې نا امنه ده ، هلته په لریو پتو سیمو کې پلوڅ آزاديغوښتونکيپر پاکستاني پ،ځ پرله پسې بریدونه کوي،خو په ښار کې بیا نا معلوم کسان مسجدونه او د ښار بېلا بیلي پرخي په نښه کوي .

دا په روان ۲۰۲۰ کال کې دوهم ه چاودنه وه چې په کوټه کې وشوه ، خلک اندېښنه لريچې ښايي دورته بریدونو شمېر نور هم زیات شي .