fbpx

جاپاني بیلیونر ۹ میلیونه ډالره په ټويټرانو باندې ویشي

خبریال ډاټ کام: جاپانی بیلیونر یوساکو مایزیوا چې تیر کال یې په ځینو ټویټر فالورو (تعقیبوونکو) باندې پیسې ویشلي وې دا ځلې یې بیا هم ژمنه وکړه چې روان کال کې به هم په هغو خوشبختو کسانو باندې چې یو له هغه ټویټونو څخه یې ټویټونه (Retweet) کړي وي،د ۹ میلیون ډالرو څخه زیاته پیسې پرې وویشي، خو دغه خوشبخته کسان د پچې له لارې انتخابیږي.

دغه جاپاني بیلیونر د نوي کال په پیغام کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې تیر کال په څیر روان کال کې هم په نیکمرغه ټويټرانو چې د هغه ټویټونه یې ریټويټ کړي د ۹ میلیون ډالر څخه زیات چې (یو بیلیون جاپاني یان ) کیږي، په ۱۰۰۰ هغو نیکمرغه کسانو د یوې سیالۍ له لارې ویش کړي چې دده ټویټونه یې (ریټیويټ) کړي.

خو شرط یې دا دی چې جاپان میشتي به وي او ټویټر اکوونټ عمر به یې ۱۳ پورته وي.دغو (۱۰۰۰) نیکمرغه ګټوونکو کسانو ته چې د پچې له لارې ګټوونکي شي،د ټویټر له لارې به مستقیم پیغام ترلاسه کړي. او دغه زرو کسانو ته به تقرییاً هر یوه کس ته شاوخوا ۹۰۰۰ ډالر ورکړل شي.

نوموړي چې کله په ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې په ټویټر ورته اعلان چې سلو هغه نیکمرغه کسانو ته به (۱۰۰ میلیون جاپاني یان) چې ۹ لکه ۲۵ زره ډالر کیږي،وړیا ورکړي چې د هغه ټویټونه ريټویټ کړي. په هغه کال کې نوموړي ټویټونو [ریټویټ] کولو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړئ و.

مایزیوا د جاپاني انلاین فېشن کمپنۍ مشر دی،ویل کیږي چې دنوموړي سرمایه له دوه بیلیون ډالرو څخه هم اوښتي ده.نوموړی یوازینی کس دی چې پخپل شخصي لګښت د جاپان فضایي سپوږمکۍ ته پورته شوی دی.

نوموړی وايي په دې افسوس کوي چې تیر کال یې د سیالۍ واضحات که څه هم د۲۰۲۰ کال سیالۍ څخه لس ځلې کم و،نه و ورکړی.

نوموړی وایي ددې کال سیالي آسانه او ساده یعنې ټولنیزه تجربه ده.

(( دا ټولنیزه تجربه ډیره ساده ده او ددې لپاره ده چې ووینو،کله چې دوی دغه یو میلیون یان ترلاسه کوي،آیا دوی ته به دغه خوشحالۍ چانس ورکړي؟))

یوساکو مایزیوا زیاتوي،دی غواړي دا ترلاسه کړي چې څرنګه دا یو میلیون جاپاني یان د خلکو په ورځني ژوند باندې اغیزه کولی شي.

نوموړي وویل تیر کال پدې ونه توانید چې د ګټوونکو کسانو سره په ارتباط کې شي،د هغه په وینا دا ځلې به هڅه وکړي چې د ګټوونکو کسانو سره په تماس کې شي او د هغوی وړاندیزونه هم واوري.

عزیزي