fbpx

رحمان الله ګربز ولې پر “ای بي ډیویلیرز” یادیږي؟

خبریال ډاټ کام: د کرکټ په نړۍ کې یوازېنی لوبغاړی چې په(Mr 360°) درجې شهرت لري هغه د سوت افریقا خطرناکه توپ وهوونکی “ای بي ډیولیرز دی” نوموړی ځکه په ماسټر ۳۶۰ درجو شهرت لري چې د لوبې پر مهال د میدان ټولو اړخونو ته توپ وهنه کوي، خو افغان ځوان ویکټ ساتونکی او پیلوونکی لوبغاړی رحمان الله ګربز هم له هغه کم نه دی، که څه هم ډیر لږ وخت کېږي چې نړیوال کریکټ یې پیل کړ دی، خو سر له اوسه نوموړي د کرېکټ په ډګر کې د افغان اې بي ډیویلیرز لقب ترلاسه کړی او ځینې مینه وال یې په (Mr 360°) یادوي.

د دوی په وینا رحمان الله ګربز کټ مټ د ډیویلیرز په سټایل او طرز سره توپ وهنه کوي او له همدې کبله یو ښه راتلوونکی لري.

په خپله ګربز وایي،د اې بي ډیویلیرز او د مهندراسینګ ډوهني یې د خوښې لوبغاړي دي او د هغوی لوبې ليدل ډيرې خوند ورکوي، خو د هغوی په څير کيدلو پلان نه لري.څه چې کوي د خپل هیواد لپاره يې کوي.

رحمان الله ګربز اوسمهال د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې د خولنا ټایګرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کوي،نوموړي پخپله لومړۍ لوبه کې په ۱۸ توپونو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.وروسته په پاتې څو لوبو کې په ډیرو منډو جوړولو ونه توانید او له همدې کبله د پاتې څلورو لوبو کې د یوولس کسیزې لوبډلې څخه کینول شو،خو خولنا ټایګرز لوبډله په پاتي مهمو سیالیو کې بیا هم د ګربز بریدګرې توپ وهنې ته اړتیا لري.

رحمان الله ګربز زیاتوي،په بي پي ایل سیالیو کې د مشفیق الرحیم،روسوو او نورو تجربه کارو لوبغاړو سره یو ځای د لوبو څخه تجربې ترلاسه کوي..

هغه وویل: (( کله چې څلور یا پنځه اوونۍ د ښو لوبغاړو سره یو ځای وې،بیا زما لپاره د خبرو ښه فرصت وي. زه هڅه کوم چې د تجربه کارو لوبغاړو روسوو او مشفيق الرحیم سره زیاتې خبرې وکړم او له هغوی څه زده کړم.))
ګربز زیاتوي هڅه یې دا ده چې د هر پارمټ لپاره یو ښه لوبغاړی واوسي.
۲۰۱۹ کال د افغانستان کریکټ لپاره په دې ښه کال نه و، چې د وخت د بورډ د مشر لخوا په لوبډله کې ډلې جوړې شوې او لوبډله یې په دوو برخو وویشله او همداشان افغانستان اکثره لوبې د اختلافاتو له کبله بایلودې.
شهزاد هم د بورډ د قوانینو څخه د سرغړونې له کبله د یو کلن بندیز سره مخ شو.

ګربز هم یو له هغو ځوانو لوبغاړو څخه و،چې یوه وخت د افغانستان لپاره په یوه فارمټ کې لوبه ترسره کړې، خو بالاخره نوموړی دغه هدف ته ورسيد او د شهزاد په نه شتون کې په ملي لوبډله کې ورته ځای ورکړل شو او داسې لوبې يې نندارې ته وړاندې کړې چې د شهزاد تشه احساس نشوه او د هغه ځای یې ډک کړ او او تر ننه پورې په ملي لوبډله کې لوبیږي.

د تیرو څلورو میاشتو راهیسې د شهزاد په نشتون کې رحمتن الله ګربز په ملي لوبډله کې ښې لوبې ترسره کړي، د بنګله دېش په کوربه توب په تیر سپټمبر میاشت درې اړخیز سیریز شل اوریز سیریز کې يې د زمبابوې او بنګله دېش خلاف چټکې منډې جوړې کړې. همداشان یې په نومبر میاشت کې د ويسټ انډيز خلاف په لوبو کې ښې لوبې وکړې او په یوه لوبه کې يې ۷۹ منډې جوړې کړې.

ګربز وویل: (( زما لومړۍ نړیوال سیریز په بنګله دېش کې، زما لپاره يوه ښه تجربه وه.دا سیریز زما لپاره په دې چيلینجي وو،چې دومره ډيرو تماشچیانو په منځ کې ما له دې وړاندې لوبې نه وې کړې. روزونکي او کپتان راته وويل،په خپل ځان باور ولره او زحمت وکړه همدا علت و چې ما څنګه توپ وهنه وکړه، په پنځوس اوریز فارمټ کې به د خپل بيټینګ سټایل بدل نکړم او دا زما خپل طبیعي سټایل دی.زه به په همدې طریقې سره په هر فارمټ کې توپ وهنې ته دوام ورکړم.زه خپله مخامخ شاټ او سويپ شاټ خوښوم.))

رحمان الله ګربز زیاتوي، د اړتیا په وخت کې غواړي چې د یوه اوپنر په توګه (ارتودوکس) او (سلاګ) شاټونه هم ووهي.نوموړي زیاته کړه، د خوښ شاټ یې په ورو او چټکو توپ اچوونکو باندې (ان سايډ) ته سويپ شاټونه دي.

(( زه په هر شارټ وهلو کې ډيره هڅه کوم،ته باید حالتو ته وګورې چې په کوم وخت کې (سلاګ) شاټونه وهلو ته اړتیا ده او کوم ځای کې نه ده.خو ته باید هر څه د خپل هیواد لپاره وکړې.خو د یوه اوپنر لوبغاړي په توګه، زه نه غواړم چې خپلو دغو شاټونو ته ډیر خوښ واوسم. زه غواړم چې پخپلو نورمال شاټونو وهلو باندې پاتې شم.))

د یادولو ده چې د کریکټ د لوبې د پيل وړاندې رحمان الله ګربز د فوټبال یو ګول ساتونکی پاتي شوی دی.
هغه وويل: (( د کریکټ نه وړاندې، ما د فوټبال سره علاقه درلوده.خو کله چې زمونږ لوبډلې ښې لوبې وکړې په ځانګړې توګه نبي او نوروز منګل.نو ما هم علاقه ورسره زیاته شوه، هلته چې مخکې د فوټبال ګول ساتونکی ووم. اوس دلته په کریکټ ویکټ ساتونکی یم.))

(( فکر کوم چې دوی د ایرلینډ او هالینډ سره په لوبو بوخت وو چې کله ما په لومړي ځل ولیدل.په هغه وخت کې کریکټ په افغانستان کې دومره مشهور هم نه و،پدې وخت کې ما سره هم د احساس پيدا شو، ما هم وغوښتل چې د خپل هیواد لپاره لوبې وکړم.))

ګربز وويل: (( زه ۱۳ کلن وم چې په کلي کې مو ټينیس کریکټ پيل کړ،کله چې د اکاډمۍ روزونکي محمدخان زما لوبې ولیدې او ماته یې وویل چې ته باید په اکاډمۍ کې هارډبال سیالۍ پيل کړې.خو له کریکټ سره زما پلار موافق نه وه، زه به په اوونۍ کې دوه یا درې ورځې اکاډمۍ تللم.محمد خان ځدراڼ له ما سره په دې برخه کې ډيره مرسته کړې.په یوه مياشت کې دننه زه د ۱۷کالونو څخه کم عمره لوبډلې ته انتخاب شوم.بیا ۱۹ کلنو لوبډلې ته او ایمرجینګ لوبډلې او همداشان الف لوبډلې ته مو لار پیدا کړه او اوس دا دی په ملي لوبډله کې یم.))

(( زما پلار په ښوونځي کې مدیر دی.هغه ماته ویل چې پام په درسونو وکړي، ترڅو راتلوونکي کې يو ډاکټر شي.زما کورنۍ هم د کریکټ سره لیواله نه وه او اوس دوی ټول په ما فخر کوي.))

د تیرو پنځو کالونو راهیسې هر څه په چټکۍ سره تغیر کړي او اوس په افغانستان کې هم پلارونه خپل زامنو ته کریکټ اجازه ورکوي او لوبو ته یې هڅوي. که اوس تاسو افغانستان کې هر ځای ته لاړ شی،هر ځای به کریکټ اکاډمۍ او میدانونه ووینی.

ګربز اوس په دې هڅه کې دی چې په خپله ملي لوبډله کې او همداشان د نړۍ په شل اوریزو سوداګریزو سيالیو کې ځای خپل کړي.

عزیزي