fbpx

پکتیکا: خلک د توکو له لوړو نرخونو شکایت لري

خبریال ډاټ کام/ د پکتیکا ولایت اوسیدونکي  په دې ولایت کې د توکو له لوړو نرخو شکایت کوي .

دوی وایي د پاکستانیو کلدارو له بندیدو او د افغانیو په دودیدو سره د توکو په بیو کې یو په دوه لوړوالی راغلی، چې دې چارې د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

خلک وایي، خوښ دي ، چې پاکستانۍ کلداره ورکه شوه خو زیاتوي حکومت دې پر ولس د ظلم پر ځای د دوی لاسنیو وکړي او نرخونه دې کنترول کړي.

د پکتیکا اوسیدونکی احمدولي وایي د ښآروالۍ د نه پاملرنې له امله هټیوال توکي یو په دوه په لوړه بیه په خلکو پلوري.

نوموړی زیاتوي له هغې ورځې، چې افغانۍ دود شوي ښاروالۍ د نرخونو پوښتنه نه کوي او هټیوال په خپله خوښه په خپل زړه توکي پلوري.

احمد ولي وايي پخوا به يې یو من بوره په ۵۰۰ پاکستانیو کلدارو اخیسته خو اوس هماغه بوره په ۳۵۰ افغانۍ پرې پلورل کیږي.

د پکتیکا یو بل اوسیدونکی خان آغا هم پر مسولو چارواکو له دې امله نیوکه کوي، چې تردې دمه یې د نرخونو د کنترو په خاطر هیڅ طرحه نه ده جوړه کړې.

دی وایي که په لومړیو کې دولت د افغانیو د دودولو سره سم پر یوې طرحې کار کړی وای نو خلکو ته به دومره ستونزې نه وې جوړې شوې.

د ده په خبره ښاروالۍ او نورې ادارې د نرخونو په کنترول کې پاتې راغلي او دا د دې لامل شوی ، چې ولس له سختو ستونزو سره مخ شي.

خو بل لورته مسولین بیا د نرخونو د کنترول خبره کوي.

د پکتیکا ښاروال عبدالکریم کټوازی وایي، د توکو د نرخونو د کنترول په موخه هروخت له ښاره څارنه کوي او په خبره یې هیڅوک حق نه لري، چې د دوی له لوري له ټاکل شوې نرخنامې په لوړه بیه توکي وپلوري.

کټوازی وایي که هر هټیوال له دې نرخنامې سرغړونه وکړي نو قانوي چلند به ورسره وکړي او د زندان د تمبو ترشا به یې کړي.

یواځې پکتیکا نه د هېواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د ژمي په راتګ سره د توکو د نرخونو له لوړوالي خلک شکایتونه کوي.