fbpx

د بنو تاریخي جلسه، د پنجاب پر مخ کلکه سپېړه !!

خبریال ډاټ کام: همدا شېبه د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنک یوه لویه پراخه ولسي غونډه روانه ده چې پکې په زرګونه کسانو برخه اخیستې ده .

دغې لویې تاریخي جلسې ته په زرګونو ورغلو کسانو کې هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو غړي یې ورک شوي دي د دې ښځو بر وینا د کورنیو غړی یې د پاکستاني ریاست له لورې شکنجه او بندیان شوي.

د پي ټي ایم په دې غونډه کې په زرګونه کسانو په یوه غږ له له پاکستاني ریاسته غوښتي چې په پښتون مېشتو سیمو کې دې د هدفي وژنو مخه ونیسي، ورک شوي او نیول شوي کسان دې عدالت ته وسپاري، د قبایلي سیمو دې خښ شوي ماینونه وباسي او پښتنو ته دې یو شان بشري حقونه ورکړي.

پاکستانی حکومت د دې غوښتنو د پوره کولو ډاډ څو ځل ورکړی دی، خولایې هم نه دی عملي کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایی، د بنو ننۍ غونډې ته له تمې ډیر خلک راغلي دي چې ټاکل شوی میدان یې هم په بشپړ ډول ډک کړی دی.

د پي ټي ایم مخکښ غړی عالم محسود وایي چې اوس هم له دوه نیم زرو نیولې ان تر دریو زره پورې پښتانه ورک شوي دي چې اوس یې کورنی له حکومته د پیداکولو غوښتنه کوي.

دغې جلسې ته یو شمېر هغه ښځې هم راغلي دي چې له دریو کلونو نیولې آن تر پنځو کلونو پورې خاوندان ورک شوي دي چې دوی اوس هم د راتللو لپاره شېبې شماري.

روانې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر هم له زرګونه قافلو سره یو ځای رارسېدلي دي.

د غونډې د امنیت ساتلو او بریالۍ کولو لپاره پي ټي ایم هم خپله انتظامي کميټه جوړه کړې ده چې تر اوسه په ډیر ښه شکل سره روانه ده.

د پي ټي ایم غړي وایی، دوی په تېر څه وخت کې چوپ نه وو پاتې شوي بلکې ډیرې بریالۍ مشورې یې سره کړې وې چې له امله یې اوس ښه پراخه غونډه روانه وه.

د پي ټي ایم د غړو پر وینا د پاکستاني ریاست سره به حساب کتاب نور هم وغځوي او د شویو ظلمونه پرده به یې د نړیوالو پر وړاندې روښانه کړي .

د یادولو دخ د غونډې ګډونوال وایی، پاکستانی ریاست لاهم په دې هڅه کې دی چې غونډه ګډه وډه کړي، خو د پښتون ژغورنې غرځنګ غړو لاهم بریالۍ روانه کړې ده.