fbpx

وړانګه: د لر او بر افغانان نور تور دښمن ته وخت نه ورکوي

خبریال ډاټ کام: د پښتون ژغورنې غورځنګ د شهید شوې مخکښ غړي “ارمان لوڼي” خور وړانګه لوڼي چې د پي ټي ایم فعاله غړې ده د بنو په نننۍ جلسه کې زرګونه پښتنو ته د وینا پر مهال وویل،د تور دښمن تر ماتولو به مونږ افغانان خپلې شعوري مبارزې ته او قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړو.

د بنو په روانې تاریخي لویه جلسه کې د ( پی ټي ایم ) مخکښې وړانګې لوڼي د وینا پر مهال وویل، په اوسني وخت کې باید ټول پښتانه له یو بل سره خپل کلک یو والی وساتي او ټول تمرکز د دښمن د دسیسو خلاف وکړي څو یې پلانونه شنډ کړي.

وړانګه لوڼی زیاتوي، د پښتنو دښمن ته باید نور هیڅکله هم وخت ور نه کړو چې نور زمونږ خاوره ویجاړه کړي او هم راته پکې ترهګریزې ډلې خوندي کړې.

نوموړې یوځل بیا پر پاکستاني ریاست غږ وکړ چې په پښتون مېشتو سیمو کې دې د هدفي وژنو مخه ونیسي، د ځمکې لاندې دې خښ شوي بمونه وباسي، ورک شوي پښتانه دې بېرته خپلو کورنیو ته وسپاري، قاتلینونو ته دې سزا ورکړي او هم دې د پښتنو حقوق له نورو سره برابره دوی ته وسپاري.

په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو یې پاکستاني ریاست ته یوځل بیا په ډاګه کړه چې دوی د دښمن پر وړاندې مبارزې ته راوتلي دي او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي څو پورې چې خپل حقونه نه وي ترلاسه کړي .

یاده غونډه همدا شېبه د بنو په منډان پارک کې د زرګونه پښتنو په شتون کې روانه ده، د پي ټي ایم غړي وایي
دغه پارک په مکمل ډول له خلکو ډول ډک شوی دی چې یو شمېر کسان یې باندې هم ایسار شوي دي.

د بنو په دې جوړه شوې غونډه کې د ګډون په موخه د پښتون زغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر هم برخه اخیستې ده چې په وار وار سره به خپلې ویناوې وکړي.

د بنو دې جلسې لپاره به زرګونه ورغلو کسانو کې هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو غړي د پاکستاني ریاست له لوري په روغ لاس ورک شوي دي.

پاکستانی ریاست غواړي چې د بنو دا تاریخي غونډه په یوه او بله پلمه له منځه یوسي، خو د پي ټي ایم په هڅو لاهم بریالۍ روانه ده.

د دې غونډې ملاتړ په سیمه او نړۍ کې شوی دی، خو په افغانستان او پاکستان کې په زرګونه خلک دا لویه غونډه له نږدې او د ټولنیزو رسنیو له لاري څاري.