fbpx

علي وزیر: د ډیورنډ اغزن تار د پاکستان په غاړه کې اچوم

حبریال ډاټ کام:د بنو د تاریخي جلسې په دوام همدا شېبه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په خپلو غوسه ناکو څرګندونو کې پاکستاني ریاست ته په خطاب کې وویل، “دا ژمنه درسره کوم چې پر ډیورنډ کرښه تېر کړی اغزن تار به یوه ورځ ستا په غاړه کې اچوم او کش کوم به دې.”

علي وزیر د خپلو خبرو پر دوام وویل، د ډیورنډ نا منل شوې کرغېړنه کرښه باندې اغزن تار دوه ورونه چې لر او بر یادیږي سره جلا کړي دي، خو پر وینا یې چې دغه تار به یوه ورځ له منځه وړي.

نوموړی وایی، اغزن تار چې پاکستاني ریاست په پوره پوره هڅو باندې د لکونه پیسو په لګولو سره د دې لپاره تېر کړ چې ګواکې د لر او بر پښتانه به سره بېل کړی، خو بیاهم ونه توانیده او هماغه پښتانه له یوه بل سره پخوانۍ مینه او اړیکي لري.

علي وزیر وایی، پاکستانی ریاست به د لر او بر پښتنو د بېلولو ارمان ګور ته یوسي هغه وایي، دا ناممکنه خبره ده چې ګواکې دوی به سره بېل شي.

نوموړی چې د پاکستان پارلمانی غړی هم دی یوځل بیا یې په پارلمان تور پورې کړ چې ګواکې ټول چايړوسان دي د هغه په خبره په ټوله نړۍ کې به دا ډول ناسم پارلمان پیدا نه کړې لکه څنګه چې د پاکستان دی.

د علي وزیر پر وینا د پښتنو دا لویه مبارزه چې په لوی هوډ او قوي ارادې سره پیل شوې ده خپلو هدفونو او حقونو ترلاسه کولو ته ورسوي او د پاکستاني ریاست له ظلمونو به خلاص شي.

نوموړي په ټینګار سره وویل دا څنګه ازادي ده، دا څنګه انصاف دی، دا څنګه د ولس په خوښه حکومت دی؟ چې پنجاب خپل ولس ته قلم ورکړی دی، خو زمونږ پښتنو ته یې ټوپک ورکړی دی.

نوموړي به ټینګار سره وویل د پاکستان له حکومته به د زرې زرې حساب وغواړي او د شویو ظلمونو په اړه به هم ترې انصاف او د عدالت غوښتنه وکړي.

علي وزیر د پاکستان پر ضد دا سپیني سپینې خبرې نن د بنو به رابلل شوې تاریخي ولسي غونډه کې وکړې چې لاهم د زرګونه پښتنو به شتون کې روانه ده.

د علي وزیر وړاندې د پي ټي ایم بلې مخکښې غړې وړانګه لوڼي هم خپله وینا له ګډونوالو سره شریکه کړه چې له دې وروسته به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او محسن داوړ هم خپلې څرګندونې وکړي.

دا غونډه د ( پي ټي ایم ) له لوري جوړه شوې ده چې پکې په زرګونه پښتنو ګډون کړی دی، خو پاکستاني ریاست یې لاهم د ګډوډولو په هڅه کې دی.