fbpx

پښتین: پاکستاني ریاست له ظلمه ډکه رویه نه ده بدله کړې

خبریال ډاټ کام: د بنو نننۍ تاریخي جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په خپلو څرګندونو کې وویل، پاکستاني ریاست د پښتنو پر وړاندې له ظلمه ډکه رویه نه ده بدله کړې او لاهم په خپلو ظلمونو بوخت دی.

منظور پښتین د بنو په دې مهمه او پراخه غونډه کې وویل، چې پاکستاني ریاست په پښتون مېشتو سیمو کې بیا د خپلې خوښې وسله وال ځای پر ځای کړي دي او غواړي چې خلک پرې وځوروي.

نوموړی وایی، په پاکستان کې پښتانه هیڅ ډول له خپلو حقونو څخه برخمن نه دی، خو چې کله د مبارزې میدان ته راښکته شي، نو بیا له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي او هم د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول کېږي.

نوموړي په پاکستاني ریاست یوځل بیا تور پورې کړ چې ګواکې د سلګونه بې ګناه پښتنو قاتلین چې د پولیسو په لیکو کې په دندو بوخت دي لاهم ازاده ګرځي..

هغه د بېلګې په ډول د نقیب الله محسود او د سلګونه نورو پښتنو قاتل راو انور ته په اشارې سره وویل چې نوموړی لاهم ازاد ګرځي، خو د دوی ملګري په بې ګناه ډول په جیلونو کې پراته دي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی پر پښتنه خاوره له هر ډول جګړو او مرګ ژوبلې سره مخامخ دي.

دغه راز منظور پښتین د خپلو څرګندونو پر مهال اعلان وکړ چې د ( پي ټي ایم ) له لوري بله لویه غونډه به د فبرورۍ پر ۲ مه نېټه ترسره شي، چې پکې به د شهید شوي ارمان لوني د مړیني تلین هم ونمانځل شي.

ارمان لوڼي د پي ټي ایم مخکښ غړی و چې د پاکستاني پوځیانو د یوه مشر له لوري لومړی شکنجه بیا شهید کړی شوی د ارمان لوڼي له مړیني وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ ډیر احجاجونه هم وکړل .

د بنو په نننۍ غونډه کې د پښتون ژغورنې ټولو مخکښو مشرانو ګډون کړی و چې پکې په وار وار سره یې د دې هېواد د شویو ظلمونو په اړه بحثونه وکړل.

دغه تاریخي لویه جلسه نن د بنو په منډان پارک کې په بریالیتوب سره وشوه چې لږ تر لږه پکې ۲۰ زره کسانو برخه اخیستې وه چې پکې د هغو کورنیو غړی هم شامل وو چې خپلوان او غړي یې له کلونو راهیسې ورک شوي.

خو پاکستانی پوځ وایي چې د ( پی ټي ایم) مشرانو یو شمېر غوښتنې یې منلې دي او هغه ادعاوې چې ګواکې پښتانه ورک شوي دی یو شمېر یې موندلي او بېرته سپارلي دي، خو پي ټي ایم یې نه مني.

پي ټي ایم وایي، پاکستانی ریاست دې د پښتنو له سیمو د هدفي وژنو مخه نوره ورټوله کړي، خښ شوي بمونه دې له ځمکې بېرته وباسي، وسله وال دې له غرونو رخصت کړي پښتنو ته دې خپل حقونه وسپاري دوی دې په ناحقه زندان ته نه اچوي او هم دې د پښتنو ورکو شویو خپلوانو په اړه عدالت وړاندې کړي.

د یادولو ده چې د پاکستان د (ای ایس ای) له ډیرو ډیرو هڅو وروسته هم یاده جلسه په بریالیتوب سره د پي ټي ایم له لورې ترسره شوه.