fbpx

داوړ: د ریاست پرضد به د پي ټي ایم رښتیني مبارزه دوام ولري

خبریال ډاټ کام: د بنو د نننۍ لویې تاریخی جلسې په وروستیو شېبو کې د علي وزیر او منظور پښتین وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ عړي محسن داوړ هم زرګونه پښتنو ته وینا وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوی به تر هغې مبارزه وکړي څو پورې چې پښتانه په بشپړ ډول خپل حقونه ترلاسه کړي.

محسن داوړ د خپلو خبرو پر مهال دغې مهمې جلسې ته وویل چې دا د ( پي ټي ایم ) برکت دی چې حکومت په قبایلی سیمو کې د هغویو شویو تاوانونو ته ځواب وویل.

نوموړي ډاډ ورکړ چې پي ټي ایم به تر هغې پورې د خپلو خلکو لپاره مبارزه وکړي څو پورې چې پښتانه له خپلو ټولو حقونو برخمن شوي نه وي.

محسن داوړ په دې غونډه کې د نږدې شل زره کسانو په ګډون خوښي وښوده او دایې د راتلونکې لپاره یو ستر ګام وباله چې د دوی لپاره به ډیره ګټه وکړي.

نوموړي د (پي ټي ایم ) وروستییو هڅو ته هم په اشارې سره وویل چې ګواکې دوی نه دي، غلی شوي بلکې دوی د راتلونکو پلانونو لپاره هم ډیرې مشورې کړي دی او هم یې د دې غونډې لپاره تیاریانې نیولې وې.

محسن داوړ د بنو دې جلسې لپاره په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې هم پراخ کمپاینونه کړي وو چې له همدې امله پکې په زرګونه خلکو برخه اخیستې وه.

داوړ د پي ټي ایم هغه مخکښ غړی دی چې څو میاشتې وړاندې د کوچني اختر او د روژې په شپو او ورځو کې د علي وزیر سره یوځای د پاکستاني ریاست له لوري له همدغې سپېڅلې مبارزې په پایله کې ونیول شو، خو بېرته له زندانه د ازادېدو سره سم بیاځلي له دغې کاروان سره یوځای شو.

محسن داوړ، علي وزیر او منظور پښتین د پي ټي ایم هغه مخکښې څېرې دي چې په نړیواله کچه د ولس لوی خادمان بلل شوي دي.

د یادولو ده چې د بنو نننۍ غونډه د (پي ټي ایم ) له لوري په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او د یوې بلې غونډې اعلان یې هم وکړ چې هغه به په فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.