fbpx

سټونیس د بیګ باش تاریخ کې زیاتې منډې جوړې کړې

خبریال ډاټ کام: مارکس سټونیس د اسټرالیا په کورنیو بیګ باش سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ډیرې منډې په یوه لوبه کې جوړې کړې.

نوموړي پرون په ملبورن کریکټ لوبغالي کې د سیډني سیکسر لوبډلې خلاف په لوبه کې توپاني بریدګره لوبه ترسره کړه او د بیګ باش سیالیو په تاریخ کې یې ریکارډ جوړ کړ.

سټونیس په پرونۍ لوبه کې په ۷۹ توپونو (۱۴۷) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د پیله تر پای ناسوځیدلی له میدان څخه بهر شو.

د نوموړي توپ وهنه کې ۱۴ څلوریزې او ۸ سترې شپږیزې شاملې وې.

د دوی ملبورن سټارز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره ۲۱۹ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې سيډني سیکسر لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره،ټاکلو اورونو کې (۱۷۵) منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۴۴ منډو په توپیر بایلوده.

په دې لوبه کې سټونیس په لومړۍ ویکټ د هیلټن کرټرایټ سره د ۲۰۷ منډو ملګرتیا هم ترسره کړه،چې دا په بیګ باش سیالیو کې تر ټولو زیاته ملګرتیا وشمیرل شوه.کرټرایټ پدې لوبه کې (۵۹) منډې جوړې کړي وې.

مارکس سټونیس د (۱۴۷*) منډو په جوړولو سره په شل اوریزو سیالیو کې ۱۳م لوبغاړی وشمیرل شو،چې په یوه لوبه کې زیاتې منډې جوړوي،خو په بیګ باش سیالیو تاریخ کې بیا لومړۍ لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې زیاتې منډې جوړوي.

له دې وړاندې په بیګ باش سیالیو یوه لوبه کې زیاتې منډې ډي شورټ جوړې کړې وې،نوموړي په ۲۰۱۸ کال بیګ باش سیالیو یوه لوبه کې (۱۲۲) ناسوځیدلې منډې جوړې کړي وې.

هیره دې نه وي چې بیګ باش سیالیو کې زیات هدف په یوه لوبه کې د هوبرټ هریکنز لوبډلې لخوا ورکړل شوی،یادې لوبډلې په ۲۰۱۷ کال بیګ باش سیالیو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو (۲۲۳) جوړې کړي.په دوهم مقام زیاتې منډې په همدې کال ملبورن رنیګيډز لوبډلې جوړې کړي چې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې (۲۲۲) دي او په دریم مقام ملبورن سټارز شوه،چې پرون یې ۲۱۹ منډې د ۱ لوبغاړي په سوځیدو جوړې کړې.

په دې لوبه کې زیاتې منډې د سیډني سیکسر لوبډلې چپ لاسي توپ اچونکي بېن ډورشېز ورکړې،نوموړي خپلو اورونو کې ۶۱ منډې ورکړې او بې ویکټې پاتي شو،دا په بیګ باش سیالیو کې تر ټولو ډیرې منډې دي چې یو توپ اچونکی یې ورکوي.