fbpx

ټرمپ: ایران به رانه اټومي وسلې جوړې نه کړي

خبریال ډاټ کام: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د وروستي کړکیچ له امله په خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي دي چې ایران سره خبرې کوي، خو هېڅ وخت داسې ایران نه غواړي چې هغه دې اټومي وسلې ولري.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ” تازه یې د ملي امنیت سلاکار مشوره ورکړې چې ایران باید د فشارونو له لارې خبرو ته حاضر کړي.

نوموړی زیاتوي، له هرې ممکنې او سمې لارې استفاده کوي څو ایران دې ته تیار کړي چې له اټومي لرلو وسلو لاس واخلي او له امریکا سره خبرو ته حاضر شي.

د ولسمشر ټرمپ په خبره ایران هیڅ ورته د منلو وړ نه دی چې هغه دې اټومي وسلې ولري او خپل وګړي دې د لاریونونو او نورو فعالیتونو له لارې ووژني.

پرون په ایران کې د دې هېواد په زرګونه وګړو د خپل حکومت پر ضد لاریون هم وکړ چې ګواکې ولې ایراني ځواک اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه په تېروتنې سره را نسکوره کړه چې له امله یې ټول ۱۷۶ بې ګناه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړل.

دوی د ایراني حکومت پر ضد شعارونه ورکول لویې لار او نور مهم ځایونه یې بند کړي وو چې له همد امله یې امریکا هم د ملاتړ اعلان کړی وو.

لاریونوالو له ایراني حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د پېښې عاملینو ته سزا ورکړي، څو په راتلونکې کې څوک د مسافر وړونکې الوتکې ویشتلو ته زړه ښه نه کړي.

دوی د قربانیانو کورنیو سره د مرستو او د عدل انصاف غوښتنه هم له ایراني چارواکو وکړه چې باید ژر تر ژره دې پوښتنه وکړی شي.

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له امله ایراني ځواک یاده مسافر وړونکې الوتکه د جنګي چورلکې په نوم تېره چهار شنبه وویشته په لومړیو کې ایران د برید مسوولیت نه مانه، خو له ډیرو فشارونو وروسته یې مسوولیت واخیست او له قربانیو کورنیو یې بخښنه وغوښته.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ هغه مهال رامنځته شو کله چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د یوه هوایي برید په پایله کې د ایراني قدس ځواک لوړ رتبه قومندان قاسم سلیماني وواژه.

له دغې برید وروسته دواړه هېوادونو ښکر سره په ښکر شوي دي ایران هم د غچ اخیستنې پر موخه په عراق کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز بریدونه وکړل، خو امریکایې ځواکونو ته پکې کوم زیان نه وو اوښتی.

د ایران او امریکا ترمنځ د سخت کړکیچ له امله اوس د ایران په فضا د نورو هېوادونو الوتنې هم ځنډول شوي دي څو د ولسي وګړو ژوند په خطر کې نه شي چې له امله یې پروازونه په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د فضا له لارې تېرېږي.

د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له امله اوس په سیمه کې حالت یو څه کړکېچن شوی دی چې د سیمي هېوادونه یې هم سخت اندېښمن کړي دي.