fbpx

ملتپالو پښتني ګوندونو په تړاو د منظور پښتین نوی دریځ

خبریال ډاټ کام – د جنورۍ دولسمه په بنو جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وینا کې پي ټي اېم یا پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو پښتنو ګډ سنګر یاد کړ او ویې ویل, چې دا غورځنګ يو خودجوشه او د ولس له منځه راټوکېدلی حرکت دی.

لکه څرنګه چې پښتانه تر ډېره د خپلمنځي مخالفتونو او تربورګلوۍ ښکار شوي, همدا یې لویه کمزوري او نېمګړتیا بلل کیږي.

منظور پښتین بنو جلسې کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل, چې پښتانه باید د یو او بل پښې ونه وهي چې ظاهرا یې اشاره په دې وروستیو کې د ځینو ملتپالو پښتني ګوندونو څرګندونو ته وه.

منظور پښتین وویل, چې پښتون ژغورنې غورځنګ له هیڅ ملتپال ګوند سره کومه ستونزه نه لري او موخه یې یوازې د قام د حقونو د غوښتنو لپاره مبارزه ده.

پښتین زیاته کړه, که څه هم یو شمېر مغرض کسان د ګوندونو له ادرسه په پي ټي اېم پسې سپکې وایي, موخه یې ددې غورځنګ ضعیفول او کمزوري کول دي.

منظور پښتین د ملتپالو ګوندونو پر مشرانو غږ وکړ, چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره یو ځای او له یوه دریځه, یوازې او یوازې د قام د ژغورنې لپاره مټې رابډ وهي.

په دې وروستیو کې د پښتنو ملتپالو ګوندونو ځینو مشرانو لکه اېمل ولي خان او ځینو نورو په غیر مستقیم ډول د پي ټي اېم مخالفت کړی و, چې د منظور پښتین په وینا, پښتنو تل د یو او بل پښې وهلې او له همدې امله د تباهۍ کندې ته غورځېدلي دي.

منظور پښتین له ټولو ګوندونو سره په ګډه د پښتنو د یووالي, سوکالۍ او د حقونو د لاسته راوړلو لپاره پر همغږۍ او شریکې مبارزې ټينګار وکړ.

که څه هم تر پاچاخان وروسته په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو ملتپال ګوندونه فعالیت کوي خو دغو ګوندونو د پښتنو حقونو ته لکه څنګه چې لازمه ده, هغسې پاملرنه نه ده کړې.