fbpx

شکایاتوکمیسیون: نن د ورځې ترپایه د ټولو ولایتونوشکایاتوپه اړه پریکړه کوي

خبریال ډاټ کام/ د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي نن به په ټولو ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه پریکړه وشي.

دې کمیسیون ویلي، په ۲۸ ولایتونو کې یې خپل کار پای ته رسولی او په پاتې ۶ ولایتونو کې به د شکایتونو په اړه نن دوشنبه پریکړه وکړي.

د شکایتونو کمیسیون یوه کمیشنر تیره ورځ ناوخته ویلي وو،چې نن د ورځې تر پایه به د ټولو ولایتونو د شکایتونو په اړه پریکړه وشي.

سید قطب الدین رویدار که څه هم د په دې پریکړو کې د شویو پریکړو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو، په خبره یې ، چې تردې دمه تر ۳ زره محلونه بیا شمیرنې ته تللي دي.

رویدار ویلي، د پریکړو تفصیلات د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرکز ته لیږدول کیږي او له هغه وروسته به د یوه لیست په شکل د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شي.

ننګرهار،کابل، خوست، پکتیا، او هلمند هغه ولایتونه دي،چې لایې د شکایتونو په اړه پریکړه نه ده شوې.

د هېواد د ټاکنو قانون له مخې د شکایتونو کمیسیونو باید په ۱۵ ورځو کې په ولایتونو کې د شکایتونو په اړه پریکړه وکړي او دا موده نن پای ته رسیږي.

خو د شکایتونو کمیسیو بیا مني، چې پریکړه باید په ۱۵ ورځو کې وشي خو په خبره یې، چې هلته یې یواځې د پریکړې د برخې یادونه کړې او د عملي کولو په اړه یې بیله خبره ده.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له قوله، په قانون کې یوازې د شکایتونو په اړه د پرېکړې برخې یادونه شوې، خو د پرېکړو د عملي کولو په اړه بحث جلا خبره ده.

بل لورته بیا پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر پر اوږدیدو اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې مسلې اوږیدل سیاسي سرچینه لري.

د یادونې ده ، چې وړمه ورځ هم د کمیسیون منشي رسنیو ته ویلي وو، چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکل شویو ولایتونو د محلونو رایې په خپل وخت ونه شمیري دا پروسه به زیات وخت ونیسي.

 

اوس وبه لیدل شي، چې دوی د ورځې ترپایه د ثبت شویو شکایتونو په اړه په پریکړه بریالي کیدای شي او که نه؟