fbpx

کرکټ نړیواله شورا: درې افغان کرکټران د نړۍ په کچه مخکښ دي

خبریال ډاټ کام/ د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړي د نړۍ په کچه مخکښ راغلي دي.

د یادې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي عیسی خیل د نړۍ په کچه غوره لوبغاړي اعلان شوي دي.

ګوګلي ماسټر راشدخان د شل اوریزو لوبو په غوره توپ اچوونکو کې لومړی مقام ترلاسه کړی او مجیب الرحمن بیا دویم مقام خپل کړی دی.

درې افغان لوبغاړي راشد خان، مجیب الرحمن، او محمد نبي عیسی خیل د افغانستان تکړه ورو توپ اچوونکي دي.

دا لوبغاړي د هند په ای پې ایل، د اسټرالیا په بګ باش ، د بنګله دیش په بې پي ایل او د نورو هېوادونو په سوداګریزو لیګونو کې لوبې ترسره کوي.

په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان ۷۴۹ او مجیب الرحمن ۷۴۲ نمبرې ګټلي او په ترتیب سره د توپ اچوونکو په  لېست کې په لومړي او دویم مقام کې راغلي دي.

بل افغان  ورو توپ اچوونکی محمدنبي عیسی خیل د غوره الروانډرانو په لېست کې لومړی مقام خپل کړی دی.

دغه راز د یو ورځینو لوبو په غوره الراونډرانو په نوملړ کې محمد نبي دویم او راشد خان بیا پنځم ځای لري.

د یو ورځنیو لوبو الرونډرانو کې لومړی مقام بیا انګریز لوبغاړي بېن سټوک په ۳۱۹ نمبرو ترلاسه کړی.

د دې شورا د ټیسټ لوبو د توپ وهنې په درجه بندۍ کې لومړی مقام هندي لوبغاړي ویرات کولي په ۹۲۸ نمرو ګټلی.

د توپ اچونې په برخه کې لومړی مقام استرالیايي پاټ کمېنس او د الرونډرانو په کتار کې بیا د ویسټ انډیز لوبغاړي جېسن هولډر تر ټولو مخکښ دی.