fbpx

دریو ولایتونو کې ورښتونو او واورې ۴۰ کسان مړه او ژوبل کړي

خبریال ډاټ کام/ د هېواد په دریو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او درنې واورې وریدو له امله تر ۲۰ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

طبعي پېښوته د رسيدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، دا مرګ ژوبله د هېواد په دریو ولایتونو  هلمند، هرات او کندهار کې ولسي خلکو ته اوښتې ده.

یاد وزارت زیاته کړه روانو ورښتونو او درنې واورې د یو شمیر ولایتونو لارې هم تړلې دي او د دوی په خبره یاده مرګ ژوبله په کورونو کې د چت غورځیدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه وایي، په دې ارقامو کې ۹  تنه په کندهار، ۳ په هلمند او ۸ نور په هرات ولایت کې مړه شوي دي.

یاد وزارت ، چې د تړلو لارو د خلاصون هڅې هم روانې دي او له خلاصیدو سره سم به زیانمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

سرچینه وایي دوی په پوره توګه زیانمنو خلکو او دغه راز د لارې خلاصولو ته چمتووالی لري.

د یوشمیر ولایتونو اوسیدونکي وایي په هېواد کې د ځینو سیمو لوې او وړې لارې هم درنې واورې تړلي دي.

دکندهار-ارزګان او کابل-شمال هغه لویې لارې دي، چې اوسمهال تړلي دي.

واورې او ورښتونو نه یواځې په لویدیځ او جنوب ختيځو او مرکزي سیمو کې وریدلي په ډیرو سیمو ورته حال روان دی.

پيښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت هم مني، چې لویدیځو، مرکزي او شمالي ولایتونو کې درنې واروې وړې او لویې لارې د څو روځو راهیسې تړلې دي.

دهوا پيژندنې ادارې هم د هېواد په یوشمیر نورو ولایتونو کې د واورې د وریدو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده،چې اوسمهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلک د زیاتو ورښتونو او واورې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او تر اوسه ورته رسیدنه نه ده شوې.