fbpx

هلمند کې یو ځل بیا د کوکنارو کښت ډير شوی

خبریال ډاټ کام/  هلمند، چې له دې وړاندې د دولت دوسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې په سیمو کې ډیر کوکنار لیدل کیدل او کرل کیدل اوس د پولیسو د پوستو ترڅنګ په کروندو کې کوکنار لیدل کیږي.

که څه هم افغان دولت د کوکنارو د کښت په مخنیوي کې هلې ځلې ډیرې وکړې خو د خلکو په وینا ښکاري،چې اوږودمهاله نه وي نو ځکه یوځل بیا خلکو دکوکنارو کرکېلې ته مخه کړه.

هلمندیان وایي له کوکنارو ډير عاید ترلاسه کوي او کروندګر دې ته په کتو بیا یې کر ته مخه کړې.

دوی مني، چې ښه بوټی نه دی خو د دوی په خبره حکومت د دوی ستونزې نه حلوي او نه یې هم غږ ته غوږ نیسي نو ځکه دوی اړ دي خپلې لومړنۍ اړتیاوو د پوره کولو له لارې حرام کښت ته مخه کړي.

خو یو شمیر نور یې بیا پر کروندګرو نیوکه کوي او وایي که د دې پرځای نور کښتونه وکري نو ډیره ګټه به ترلاسه کړي.

خو کروندګر بیا وایي د کوکنارو کروندې ډیر باور لري.

عبدالعلي وایي په نادعلي ولسوالۍ کې هټیوال هغه چاته پور نه ورکوي، چې کوکنار یې نه وي کرلي.

دا په داسې حال کې ده ، چې اوسمهال په هلمند کې ډيری سیمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

چارواکي هم مني، چې په هغو سیمو کې ، چې دولت واک نه لري په پراخه پيمانه کوکنار کرل کیږي او له همدې لارې طالبان خپل عاید ترلاسه کوي.

ولایتي چارواکي وایي دوی یې په مخنیوي کې هلې ځلې کړي خو د نشه یي توکو کاروبار ځکه پراختیا مومي، چې په سیمه کې دولت ضد وسله وال د پروسس لپاره بدیلې لارې لري.

د هلمند والي یاسین خان وایي دوی د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره ځانګړې بودیجه نه لري او د نړیوالو په مرسته یې په یو شمیر سیمو کې د نشه یي توکو کارخانې له منځه وړي دي.

والي وایي په زیات شمیر هغه کسان یې هم نیولي، چې د نشه یي توکو کاروبار کوي.

خو کروندګر بیا نیوکه لري او وایي که حکومت یې کروندو ته پام وکړي او د دوی ستونزو ته په هره برخه کې رسیدنه وکړي نو دوی به هیڅکله کوکنار ونه کري او نه به هم څوک پریږدي، چې دا تباه کوونکی بوټی وکري.