fbpx

اولمپيک مډال ګټونکې ایرانۍ له دې هېواده کډواله شوه

خبریال ډاټ کام/ د ایران یواځینۍ د المپيک مډال ګټونکې نجلۍ کیما علي زاده په خواله رسنیو کې لیکلي، چې له خپل هېواده کډواله شوه او وتلې ده.

نوموړې اوسمهال ۲۱ کلنه ده او لیکلي یې دي، چې ځکه له خپل هېواد نه کډواله شوه ،چې نه غواړي د دروغو، بې عدالتۍ او چاپلوسۍ ژوند وکړي او دا برخه پاتې شي.

کیمیا علي زاده د میلیونونو مظلومو ایرانیانو ځان یوه بللې ده او زیاته کړې یې ده .

هغې په خواله رسنیو کې په ښکاره نه دي ویلي،چې چیرې به ځي خو د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې په هالنډ هېواد کې پر روزنه بوخته وه.

علي زاده په کال ۲۰۱۶ کې ریو المپیک کې تکواندو کې د برونزو مډال ګټلی او په لومړي ځل یې ایران ته تاریخ جوړ کړی دی.

کیمیا زیاته کړه: (( ما هغه څه وغوښتل،چې نه مې غوښتل،هغه څه مې وویل،چې چارواکو رانه غوښتل،موږ چارواکو ته ارزښت نه لرو،یواځې ورته وسیله یو)).

هغې لا نه ده منلې، چې اروپا ته بلل شوې  یا کوم ګټور وړاندیز ورته شوی او نه یې هم کوم مشخص هېواد ته د تللو اراده کړې.

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې ایراني وګړي په خپل حکومت سخت په غوصه دي او د عدالت غوښتنه کوي.

ایران کې اوس هم د حکومت خلاف مظاهرې دوام لري او خلک د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

دا کړکیچ وروسته له هغې په ایران کې رامنځته شو،چې ایران وړمه ورځ ومنله ،چې اکراینۍ الوتکه دوی په تیروتنه کې ویشتلې ده.