fbpx

ایران کې حکومت ضد مظاهرې دوام لري

خبریال ډاټ کام/ د ایران په مرکز تهران کې نن دویمه ورځ هم د حکومت ضد لاریونونه دوام لري.

دا لاریونونه په ایران کې د اکرانۍ الوتکې د غورځېدو په غبرګون کې پيل شوي او له حکومت نه  غوښتل کیږي، چې په دې پیښه کې دې ښکیل چارواکي له دې لرې کړي.

لاریونوال په چیغه د سپاه پاسداران او مذهبي مشر آیت الله خامنه اي پر ضد شعارونه ورکوي.

لاریون دحکومت ضد دومره تاوتریخجن حالت ته رسیدلی ، چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې اوښلن ګاز کارولی او هوایي ډزې یې هم کړي دي.

یو شمیر رپوټونه وایي په ډزو کې یو شمیر لاریون کوونکي هم په نښه شوي خو حکومت بیا دا خبره نه مني.

وړمه ورځ هم د ایران د حکومت پر ضد د اکراینۍ الوتکې د غورځيدو په غبرګونک کې زده کوونکو مظاهرې کړې وې.

لاریون کوونکو له حکومت نه د وروستیو پيښو په خاطر دملي ماتم غوښتنه کړې.

اکراینۍ الوتکه دې هېواد ته د تلو پرمهال تیره چهارشنبه په ایران کې وویشتل شو او وغورځیده ، چې پرمهال یې څه کم ۲۰۰ سپرلۍ پکې ووژل شول.

په لومړیو کې چارواکو ویلې،چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځیدلې خو وروسته ایران ومنله، چې دوی په تیروتنه  کې دا الوتکه ویشتلې ده.

د پوځ د دې اعتراف وروسته ایرانیان پر حکومت په غوصه شول او خلک سړکونو ته را ووتل او د حساب غوښتنه یې کوله.

دې مسلې نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په یوه ټويټ کې د ایراني وګړو ملاتړ کړی دی او یلي یې دي ، چې زه او زما حکومت ستاسې ملاتړی دی.

ټرمپ پر ایراني حکومت هم غږ کړی ، چې د تیرو مظاهرو په څير دې لاریونوال نه وژني.

ټرمپ وروسته له هغې د ایراني وګړو ملاتړ کوي،چې په دې تازه د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ اوج ته رسیدلی دی.