fbpx

ولسمشرغني: پولیس دې د جګړې له ډګره وویستل شي

خبریال ډاټ کام/ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي ادارو وغوښتل ، چې پولیس دې د جګړې له ډګره وباسي او اصلي کار ته دې وګمارل شي، چې په خبره یې د قانون پلي کول دي.

غني دا خبره په کابل کې د ستر پاسوال رازق روزنیزې اکاډمۍ نه د ۴۵۵ پولیسو د فارغیدو په مراسمو کې وکړه.

ولسمشر غني زیاته کړه،چې پولیس له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې په جګړه کې ښکېل دي او اوس اړتیا ده ، چې پر دندو یې بیا غور وشي.

د هغه په خبره ټول امنیتي ادارې دې په جګړه کې بوخت نشي او په خبره یې موږ باید خپله اراده په منسجم عملي پروګرام بدله کړو او د پولیسو اساسي دندې ته لومړیتوب ورکړو،چې.

ولسمشر غني زیاته کړه،چې د پولیسو اصلي دنده د قانون پلي کول دي او هغه دندې ،چې پر دوی تپل شوي باید غور پرې وشي.

هغه داهم وویلې، چې له محکمې پرته بل هیڅوک پر چا د اعدام امر نه شي کولی او پولیس بیخي دا حق نه لري.

ولسمشر په ټینګار سره زیاته کړه،چې قانون پولیسو ته د وسلې د ورکړې حق ورکړی خو باید حد یې معلوم وي.

هغه داهم وویلې ، چې غیزناک مدیریت پيژندلو او اخلاقو سره د خلکو باور ترلاسه کیدای شي نه په ګډوډۍ.

ولسمشر غني دغه راز پر کورنیو چارو وزارت هم غږ وکړ، چې د پولیسو د روزنې په برخه کې پانګونه ډيره او دې برخې ته پام ډیر کړي.

پوځي چارو کارپوهان بیا وایي د پولیسو په لیکه کې اصلاحاتو ته ډيره اړتیا ده او ولسمشر هم په ډير غور سره دا خبره کړې او مهم وخت یې هم دی.