fbpx

علي وزیر:پاکستاني حکومت نه به د پښتنو حقونه اخلو

خبریال ډاټ کام/ په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستۍ ناستې دپاکستان حکومت په لړزه کړی دی.

پښتونخوا بنو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له  ناستې وروسته د دې غورځنګ یوه مخکښ غړي علي وزیر ویلي، چې د پاکستان پارلمان هیڅ واک نه لري.

ده ویلي، دپاکستان ټولې چارې پوځ په خپل انحصار کې اخیستي دي او ظلمونه یې په پښتنو شروع کړي دي.

علي وزیر په یوه تازه مرکه کې ویلي،چې د پوځ د ظلمونو پر وړاندې هیڅوک خوله نشي خلاصولی.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستاني پوځ د ملاتړ له امله د پښتنو په سیمو کې وژنې دوام لري.

هغه ویلي، پاکستان او پوځ یې تل هڅه کړې د پښتنو خاوره دترهګرو لپاره وکاروي او دا لړۍ اوس هم دوی دوامداره ساتلې ده.

هغه زیاته کړې، دوی به له دې وروسته هیچا ته د دې اجازه ورنکړي چې پښتانه د ترهګرۍ قرباني کړي.

عل وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پخوا فاټا د ترهګرو لپاره کارول کېده خو اوس چې خلک یې پر وړاندې درېدلي دي نو پاکستانی حکومت یې نه پرېږدي، کله یې وژني او کله ورباندې بې ځایه عریضې کوي.

نوموړي ټینګار کړی دی، چې پاکستاني حکومت نه به د پښتنو حقونه اخلي او څو پورې، چې دې هدف ته نه وي رسېدلي نو په کرار به نه کېني.

دا په داسې حال کې ده ، چې تیره ورځ په پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ زبردسته ناسته ترسره کړه، چې پاکستانی حکومت یې په لړزه کې اچولی دی.