fbpx

په ۲۶ ولایاتو کې د ۵۰۰۰ محلونو رایې بیا وشمیرل شي

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي له کابل پرته په ټولو ولایتونو کې دټاکنیزو ډلو د ثبت شویو شکایتونو په اړه پریکړه شوې ده.

دا کمیسیون وایي د یو شمیر محلونو د رایو بیا شمیرنه  کیدای شي  د ټاکنو  پر پایلې لږه اغیزه  وکړي.

دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلې، په ۲۶ ولایتونو کې به په نږدې ۵ زره محلونو کې د رایو بیا شمیرنه وشي.

د یاد کمیسیون د دارالانشا ءئیس چمن شاه اعتمادي که څه هم په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه بشپړ جزییات نه ورکوي، خو وايي، هغه پرېکړې،چې تر اوسه شوي، د ټاکنو پر لومړنیو پایلو کوم تاثیر نه لري، خو په یو شمېر محلونو کې د رایو بیا شمېرنه به پر پایلې اغېز ولري.

اعتمادي وايي، هغه رایې، چې په ولایتونو کې باطلې او یا هم با اعتباره شمېرل شوي، شمېر یې ډېر نه دی.

دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دایکندي دفترکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون شپږ کمېشنران څارنوالۍ ته معرفي کړي.

اعتمادي هم دا خبر تاییدوي او وايي، د دوی ولایتي کمېسیونونه د خپلواکې مرجع په توګه مستقل دي، خو په دې پرېکړه کې بدلون هم راتلای شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات بیا وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه د دې ډول پرېکړو حق نه لري.

د ټاکنو د قانون له مخې، په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د تصنیف بندۍ، څېړنې او په اړه یې د پرېکړې کولو ۱۵ ورځنی وخت نن پای ته رسېږي، خو په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه د نږدې ۵۰۰ قضیو اړوند د استیناف غوښتنه هم شوې ده.

د شکایتونو کمېسیون وايي، د جدي میاشتې له ۲۴مې نېټې معترضین حق لريؤ چې له دوی سره د ۳ ورځو په اوږدو کې د استنیاف غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده ،چې د ولسمشرۍ له ټاکنو شاوخوا ۴ میاشتې تیریږي خو لاهم وروستۍ پایلې نه دي اعلان او نه هم د پایلو د اعلان موده معلومه ده.