fbpx

پروين ټمبی ولې په ای پي ایل سيالیو کې نه شي لوبېدلی؟

خبریال ډاټ کام: ۴۸ کلن لیګ سپنر ورو توپ اچونکی پروین ټمبی چې په دسمبر مياشتې په اوولسمه نېټه د ای پي ايل نیلامۍ سيالیو پر مهال د کلکتې لوبډلې لخوا په ۲۰ لکه هندۍ کلدارې واخيستل شو،خو نوموړی به اوس ونشي کولی چې په راتلوونکي ۲۰۲۰ کال ای پی ایل سيزن کې د یادې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

نوموړي د (بي سي سي ای) یا د هند کریکټ بورډ د قوانینو څخه سرغړونه کړې او په خارجي لیګونو کې يې لوبې ترسره کړي دي.

د هند کریکټ بورډ د قوانينو او اصولو له مخې یوه هندۍ لوبغاړی تر هغې په بهرنیو لیګونو کې د لوبې کولو اجازه نه لري، ترڅو یې چې د کریکټ څخه تقاعدي نه وي اخیستي.

ويل کیږي چې پروين ټمبی هم د بی سي سي ای لدې قانون څخه سرغړونه کړې او له همدې کبله به په راتلوونکي ای پي ایل سيالیو کې د لوبيدو اجازه ونلري.

ټمبی په ۲۰۱۸ کال کې د اماراتو په کوربتوب په (ټي ټین لیګ) سيالیو کې د سندهس لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې وې، چې د کیرالا لوبډلې خلاف په يوه لوبه کې يې هيټریک هم ترلاسه کړ او پدې سره نوموړی د ټي ټين يا لس اوریزه کریکټ سيالیو په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې هیټریک ترلاسه کوي. نوموړي د ۱۵ منډو په بدل کې لوبغاړي سوځولي و.

د هند کریکټ بورډ يا د بی سي سي ای د قانون له مخې، ترڅو چې لوبغاړي تقاعدي اخیستي نه وي، په بهرنیو لیګونو کې د لوبیدو اجازه نلري،دا چې پروین ټمبی په ټي ټين لیګ سيالیو کې لوبيدلی،دا پدې معنا چې نوموړی په تخنيکي لخاظ د کریکټ څخه تقاعد شوی او د ای پي ایل په قانون کې ورته د لوبیدو اجازه نشته او له همدې کبله راتلوونکي ای پي ایل سيالیو کې نشي لوبیدلی.

د یادولو وړ ده چې پروین ټمبی په ۲۸ ای پي ای ایل سيالیو کې لوبې ترسره کړي او ۳۳ ویکټې یې اخیستي دي.په وروستي ځل نوموړی په ۲۰۱۶ کال ای پي ايل سيالیو کې لوبیدلی و.نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د بنګلور لوبډلې خلاف هيټریک هم ترلاسه کړی و.

هیره دې نه وي چې کله نوموړی په تیر دسمبر میاشت کې د کلکتې لوبډلې لخوا په نيلامۍ کې واخیستل شو، د ای پی ایل سيالیو په تاریخ کې تر ټولو زیات عمر لروونکی لوبغاړی شمیرل شوی و.