fbpx

د کاسه زر پروژې د برېښنا لومړۍ پایه به ژر نصب شي

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، د کاسه زر د برېښنا پروژې عملي کارونه، د روان زیږدیز کال راتلونکې(فبروري) میاشت په لومړۍ اوونۍ کې پیلوي.

د برېښنا شرکت وایي، د کاسه زر برېښنا پروژې د سروې کارونه پای ته رسېدلي دي او همدارنګه د برېښنایي لینونو د غځېدلو لپاره یې د اوو ولایتونو له منځه په پنځو ولایتونو کې د ځمکو د استملاک کارونه هم بشپړ کړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د کاسه زر برېښنا پروژې ټول لګښت ٢٢٨ میلیونه ډالر ښیي، چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي.

افغانستان کې د کاسه زر برېښنا پروژې کارونه د دوو هندي شرکتونو له لوري مخ ته وړل کیږي، چې هندي شرکتونو د ٣٠ میاشتو راهیسې خپل کارونه پیل کړي او تر راتلونکو دوو کالو به د پروژې کارونه بشپړ شي.

کاسه زر د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته برېښنا د لېږد لویه پروژه ده، په دې پروژه کې افغانستان د ٣٠٠ مېګاواټو برېښنا برخه لري او له دې پاتې زر مېګاواټه برېښنا د افغانستان ګاونډ کې پاکستان هېواد ته لېږدول کیږي.

افغانستان ته د دې برېښنا د انتقال کلنۍ مالیه ٤٥ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.

د کاسه زر برېښنا پروژې ګډون کوونکو هېوادونو یو شمېر سیاسي مشرانو د ١٣٩٥ ه ش کال د غویي په میاشت کې د تاجکستان په هېواد کې د دې پروژې افتتاح وکړه.

منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو شتون د برېښنا تر ټولو ښه سرچینه ده، افغانستان د دې پروژې یو له ګډون کوونکو هېوادونو دی.

د منځنۍ اسیا څخه د جنوبي اسیا هېوادونو ته د برېښنا د لېږد برخه کې د یو ارتباطي پل په توګه د افغانستان رول هم د اهمیت وړ دی.

یو شمېر اقتصاد پوهان وایي، له منځننۍ اسیا څخه د جنوبي اسیا هېوادونو ته د کاسه زر برېښنا پروژې او د ټاپې د ګازو د لېږد پروژې د عملي کېدو سره به افغانستان یو پر ځان بسیا هېواد شي.