fbpx

امرالله صالح پي ټي اېم ته: له آمو تر اټکه یو ولس دی

خبریال ډاټ کام ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت د بنو جلسه چې د جنورۍ په دولسمه تر سره شوه، د پاکستاني رسنیو د سانسور سره سره په نړیواله کچه وستایل شوه او د نړۍ ګڼ شمېر سیاسیونو، ملتپالو او رهبرانو ددې جلسې د غوښتنو او وړاندیزونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دغو مشرانو کې یو هم د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مرستیال او د ۱۳۹۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر محمداشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي،  چې د دې لویې غونډې په اړه خپل د خوشالۍ احساسات څرګندوي.

ښاغلي صالح د بنو جلسې د غونډې په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي، ددې غونډې په اړه خپل احساسات او مینه نه شي پټولی.

امرالله صالح په دغه ټوېټ کې پاکستان ته په اشارې ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په رامنځته کولو کې دی کوم لاس نه لري.

امرالله صالح یو مهال چې د ملي امنیت رئیس و، د پاکستان تر ټولو سخت مخالف ګڼل کېده.

صالح ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیند د څپو په شان دی او د ولس له منځه راټوکېدلی چې په وینا یې دا غورځنګ له هیچا سره تړاو نه لري.

امرالله صالح محسن داوړ ته په خطاب کې ویلي، چې له اټک څخه تر آمو پورې ټول یو ولس یو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني، د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو د پښتون ژغورنې غورځنګ له وړاندیزونو، غوښتنو او مبارزې څخه ملاتړ کړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتنو سیمو کې د روانو ترهګریزو فعالیتونو د ختمېدو، د ډیورنډ دواړو غاړو ولسونو ته د سوکالۍ او د پښتون ملت په وړاندې د استخباراتي شبکو په ځانګړې توګه د آی ایس آی او پنجاب د ظلمونو او بې عدالتیو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.