fbpx

سریلانکا کې د زهرجنو لړمانو چینايي غل ونیول شو

خبریال ډاټ کام/ سریلانکایي چارواکي وایي هغه غل یې نیولی ،چې غوښتل یې له دې هېواد نه چین ته زهرجن لړمان په پټه ولیږدوي.

دوی وایي، دې چینايي غل هڅه کوله نږدې ۲۰۰ ژوندي زهرجن لړمان چین ته قاچاق کړي.

سریلانکا د نړۍ یو له هغو هېوادونو شمیرل کیږي،چې د کم پيدا کیدونکو حیواناتو په نوم هم مشهوره ده او شاوخوا ۱۸ ډوله لړمان پکې پيژندل شوي دي.

سریلانکایي چارواکي زیاتوي، دا قاچاق کوونکی دوی په پلازمینه کولمبو کې نیولی، چې په یو پلاستیکي بکس کې یې دا لړمان اچولي وو.

دوی وایي په بکس کې لړمانو ته بیلابیلې وړې خانې هم جوړې شوې وې او هر ډول یې په جلاخانه کې اچول شوی وو.

سريلانکايي چارواکي زیاتوي، قاچاق کوونکي  چینايي پلان درلود، چې کله خپل هېواد ته ورسېږي نو له دغو لړمانو زهر وباسي.

د سریلانکا لپاره د ژونديو حیواناتو، سرو زرو او مخدره موادو له قاچاقه مخنیوی په یو لوی خنډ بدل شوی دی.

نیول شوی کس یولک سیمه ییزې روپۍ جریمه شوی، چې نژدې ۵۵۰ ډالره کېږي او پرېښودل شوی څو خپل هېواد ت ستون شي.

سریلانکایي چارواکي وایي دا هېواد نژدې ۱۸ ډوله زهري لړمان لري ،چې یو ډول یې انسان هم وژلی شي.

د یادولو ده ، چې څه موده وړاندې څو لوړپوړي چارواکي هم په یاد هېواد کې د فیل دبچي دنیولو او خرڅولو په تور محاکمه شوي وو.

د زهرجنو لړمانو ترڅنګ په سریلانکا کې یو شمیر نور داسې ژوي هم موندل کیږی، چې په نړۍ کې ډیر کم لیدل کیږي او پيدا کیږي.

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې د زهرجنو لړمانو یو شمیرفارمونه هم جوړ شوي او ویل کیږي له زهرو څخه یې د درملو په جوړولو کې ګټه پورته کیږي، چې د زهرجنو لړمانو د ساتنې او پالنې فارم د افغانستان په هرات او هلمند کې هم شتون لري.