fbpx

سيف او کرینه کپور له رخصتۍ وروسته هیواد ته ستانه شول

خبریال ډاټ کام/ د هندوستان بالیووډ مشهور اداکاران سيف علي خان او د هغه میرمن کرینه کپور او کوچنی زوی يې تایمور په سويزرلینډ هیواد کې د څه مودې د رخصتیو تیرولو وروسته بیرته هیواد ته ستانه شول.

دواړه اداکاران د نوي کال يا کريسميس د نمانځلو لپاره سويټزرلینډ هیواد ته په رخصتۍ تللي وو، سربیره پردې ویراټ کوهلي او د هغه میرمن انوشکا شرما، وېرون دهوان او د هغه ملګرې ناتاشا دلال هم په ټولنیزو رسنیو کې لیدل شوي چې د کریسمیس د نمانځلو لپاره سويزرلینډ هيواد ته تللي وو.

سيف علي خان چې نوي ۲۰۲۰ کال ته یې ښه پيل ورکړ او د هغه تنهاجي: انسنګ ویرئیرز فلم چې اجیو ديکن هم ورسره دی، په دوو ورځو کې (۳۵،۶۷) کروړه هندۍ کلدارې ترلاسه کړې.

په دغه تاریخي ډارمايي فلم کې سيف علي خان د مخالف لوبغاړي رول( اوديبهان راتوډ) ادا کړئ دی او همداشان اجیو ديګن بیا د فلم د مشر رول ادا کړئ دی.

د یادولو وړ ده چې د سيف علي خان راتلوونکی فلم (جواني جانيمن) دی او ددغه فلم ډایريکټري نېتن کاکر کړي چې د روانې جنورۍ میاشتې په ۳۱مه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.

له بلې خوا کرینه کپور د اکشی کمار وروستی فلم (ګوډ نیوز) کې را ښکاره شوه او ياد فلم څو ورځې وړاندې په هندي سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو او تردې دمه یې (۱۸۶،۴۹) کروړه هندۍ کلدارې ترلاسه کړي دي. ویل کیږي چې ياد فلم به ډیر ژر تر ۲۰۰ کروړو ته هم ورسيږي.

په ياد فلم کې د کرینه کپور ترڅنګ، اکشی کمار، کېرا ادواني او ډېلجیت ډوسنجا هم کار کړئ دی.

پدې فلم کې د راښکاریدو وروسته به کرینه کپور (هومي اداجنیا انګریزي ميډیم) فلم کې له عرفان او ردهيکا سره یو ځای راښکاره شي او په یاد فلم کې کرینه کپور د پولیسو د افسرې رول ادا کړی دی.

ټاکل شوی چې ياد فلم به د مارچ په ۲۰مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.