fbpx

په ارچر تبعيضي چلند کوونکی له ۲ کاله بندیز سره مخ شو

 

خبریال ډاټ کام/ د  نيوزیلینډ هیواد هغه نندارچي،چې د نیوزيلینډ او انګلیستان ترمنځ په ټيسټ لوبه کې يې  انګلیستاني چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر ته سپکاوی کړئ و، د نیوزیلینډي پولیسو لخوا د دوو کالونو لپاره د کریکټ هر قسم نړیوالو او کورنیو لوبو د لیدلو بندیز سره مخ شو.

انګلیستانی چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر په تیر نومبر میاشت کې د نیوزيلینډ او انګلیستان ترمنځ د لومړۍ ټيسټ لوبې پر مهال د یوه نندارچي لخوا د تبعيضي یا نژادي چلند سره مخ شوی و.

ياد کس د پولیسو د هلو ځلو وروسته په نښه او د کریکټ د لوبو د بندیز سره مخ شو.

د نیوزیلینډ کریکټ بورډ ویاند انتونی کرومی ويلی پولیسو هغه  ۲۸ کلن اکلینډ ښار اوسیدونکی په نښه کړئ چې ارچر ته یې د لوبې پر مهال سپکاوی کړئ و.

نوموړي وويل یاد کس به تر راتلوونکي ۲۰۲۲ کال پورې په نیوزیلینډ هیواد کې د هر قسم نړیوال او داخلي کريکټ د لوبو د لیدلو څخه محروم وي. د هغه په وینا که چیرې ياد کس ددغه قانون څخه بیا هم سرغړونه وکړي، د پولیسو د جدي چلند سره به مخ شي.

انتوني په ورته وخت کې د پولیسو هڅې وستايلې چې یاد کس يې معلوم او د هغه په وړاندې یې ګام پورته کړ.

(( مونږ د پولیسو دهلو ځلو څخه ډیره مننه کوو، چې مسؤل کس يې په نښه او د لوبو د بندیز سره يې مخ کړ.))

انتونی کرومی په ورته وخت کې يو ځل بیا له جوفرا ارچر او د انګلیستان د ټيم منجمينټ څخه د یادې کړنې په اړه بخښنه وغوښته.

(( مونږ يو ځل بیا د جوفرا ارچر او انګلیستان ټیم د ټولې ادارې څخه د يادې بې ادبه کړنې په اړه بخښنه غواړو.دغه ډول چلند او سلوک په بشپړه توګه د نه منلو وړ دس.))

د یادولو وړ ده چې انګلیستانی دغه ویسټ انډيزی الاصله توپ اچونکی د ټيسټ لوبې پر مهال د نندارچي لخوا د تبعيضي چلند وروسته په ټويټ لیکلي و،چې یاد نندارچي لخوا هغه مهال نژادي چلند سره مخ شو چې  توپ وهنه یې کوله او هڅه یې دا وه چې لوبډله د ماتي وژغوري.

نوموړي ويلي یاد کس زما د پوستکي د رنګ او څیرې په اړه خبرې کولې.چې زه یې مایوسه کړم.

په ياده لوبه کې نیوزیلینډۍ لوبډلې انګلیستانۍ لوبډلې ته ماتي ورکړي وه.