fbpx

د ماشومتوب ښه روزنه راتلونکی ښه شخصیت تضمینوي

خبریال ډاټ کام/ لنډه لیکنه ده ،خو خوږه او له پند ډکه لیکنه ده.

ښه شخصیت ښه راتلونکی لري، خو د ښه شخصیت جوړولو لپاره ښې تربیې او ښې روزنې ته اړتیا ده.

خو په دې برخه کې بیا زده کړه او د مور روزنه اساسي رول لوبولی شي.

ډیری اشخاص، چې په ټولنه کې ښه رویه او ښه مطرح شوي هغه به حتمي په ماشومتوب کې ښه روزنه لیدلې وي.

پوهان وایي، که د ماشوم په کوچنیوالۍ کې ښه و روزل شي او اساس یې په ښه تربیه ولاړه وي نو اړینه ده ،چې ښه نوم او ښه پایله به هم ولري.

د یوه ماشوم د شخصیت په جوړونه کې د مور سمه پالنه ډیره اړینه ده.ځکه مور هغه ښوونځی دی،چې ماشوم پکې تر بل هرځایه ښه روزنه ویني او ښه زده کړه هم ترسره کوي.

انسان په کوچنیوالۍ کې له بل هرڅه د مور خبرې ښې زده کوي او لومړیتوب هم دمور خوږو خبرو ته ورکوي.

کوچنی لومړی د مور په غیږ کې روزنه ویني او هغه څه ،چې د مور له خولې زده کوي د ماشوم په ذهن کې تل پاتې کیږي.

نو که یوه مور په لومړیو کې خپل ماشوم له عبثو شیانو وژغوري او هغه ته د خو او نیکو اشخاصو کیسې وکړي او د همغو په تګلاره یې وروزي اړینه ده ،چې ښه شخصیت لرونکی به غټیږي او د ټولنې یو با رسوخه شخص به یادیږي.

خو که مور د ماشوم بنست خام کیښود اوسمه روزنه یې ور نکړه نو باوري اوسه ، چې راتلونکی به یې تیاره او د ټولنې د اوږو بار او دغه راز د کورنۍ د بد نوم سبب به ګرځي.

د الله ج ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی ص هم د ماشوم ساتنې ډیر مسؤلیت د میندو پر اوږو اچولی او داسې یې فرمایلي دي:

( ښځه د خپل خاوند د کور او اولاد ساتونکې ده) بخاري شریف

یوه ښه او نیکه ښځه  یو ښه نیک او سرښندونکی اولاد تیارولی شي.

ناپيلیون بوناپارت وایي: (( تاسې موږ ته ښې میندې راکړئ، موږ به تاسې ته ښه اولادونه درکړو)).

ميندو ته ښايي، چې  خپل اولادونه  وهڅوي، چې له اوه كلنې نه  د لمونځ د ادا كولو د پاره جوماتونو ته لاړ شي.

يوه هوښياره ښځه د اولاد او د خاوند كور آبادوي او كم عقله او ناپوهه ښځه د خاوند او اولاد كور ورانوي.

نو که با شخصیته اولاد غواړئ، چې په ټولنه کې مو نوم روښانه کړي اړینه ده،چې ښه روزنه ورکړئ او باشخصیته یې وروزئ.

لیکنه : فقیرزی