fbpx

افغاني شرکتونو ته د قیمتي ډبرو د پروسس اجازه ورکړل شوه

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان قیمتي ډبرې کلونه دنورو هېوادونو په نوم پروسس شوې ،ځکه دلته په افغاني شرکتونو باور نه کیده.

خو اوس په دې برخه کې تازه اقدام اخیستل شوی دی.

د کانونو او پطرولیم وزارت وایي، له دې وروسته افغاني شرکتونه کولای شي هېواد کې قیمتي ډبرې پروسس کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، په دې سره به په هېواد کې سلګونه کسانو ته هم د کار کولو زمینه برابره شي.

دا لومړی ځل دی،چې په افغانستان کې افغاني شرکتونو ته جواز ورکول کیږي،چې قیمتي ډبرې هېواد دننه پروسس کړي.

له دې مخکې قیمتي ډبرې پاکستان ته د قاچاق په ډول وړل کیدې او هلته به هغوئ په خپل نوم پروسس کولې او پلورلې به یې.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي بهرکې د هېواد د قیمتي ډبرو پروسس  افغانستان ته هم په اقتصادي برخه کې یوڅه زیان اړولی وو.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین وایي، د حکومت دې چارې سره به هېواد هم خلکو ته کاري زمینې برابرې شي او هم به افغاني شرکتونه په ځان باوري شي.

مطفی وایي تر دې دمه یو شرکت حاضر شوی،چې دوه میلیونه ډالره پانګونه وکړې او له دې لارې تر ۵۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره کړي.

په هېواد کې د کانونو په برخه کې تر ډيره په افغاني شرکتونو هم نیوکې همدا دي ،چې دوی په مسلکي ډول کیندنې نشي کولای او په دې چارې سره کانونه زیان ویني.

د دې سره سره په هېواد کې د دولت وسله والو مخالفینو هم د کان کیندنې په برخه کې لوی خنډونه جوړ کړي دي ځکه په هغو سیمو کې ، چې کانونه شتون لري خلک یې وایي، د دولت مخالفین د خپلو ګټو په خاطر غیر قانوني کیندنې کوي.