fbpx

ډیویلیرز یو ځل بیا نړیوال کریکټ ته راځي

خبریال ډاټ کام: د سویلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او تجربه کاره لوبغاړي اې بي ډیویلیرز نړیوال شل اوریز کریکټ ته راستنیدو هیله څرګنده کړې ده.

سویلي افریقا کریکټ ملي لوبډله د هغې مودې راهیسې چې اې بي ډیویلیرز ترې جلا شوی،له سختو ماتو سره مخ شوې،یادې لوبډلې د اې بي ډیویلیرز په نه شتون کې ډیرې مهمې سیالۍ له لاسه ورکړې.زیاترو مینه والو هغه مهال هم له اې بي ډیویلیرز څخه وغوښتل چې بیرته نړیوال کریکټ ته راشي.

پدې وروستیو کې چې کله د سویلي افریقا پخوانی ویکټ ساتوونکی مارک بوچر د لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی،نوموړي له اې بي ډیویلیرز څخه وغوښتل چې خپلې تقاعدی پریکړه بیرته واخلي او لوبډلې ته راستون شي.

۳۵ کلن اې بي ډیویلیرز هم بالاخره نړیوال کریکټ ته د راستانیدو دلچسپي ښودلې او ویل کیږي چې نوموړی به د اسټرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو لپاره،د سویلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې ته راستون شي.

اې بي ډیویلیرز چې د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې د بریسبن هېټ لوبډلې لپاره په لومړۍ لوبه کې راښکاره شو،نوموړي په ۳۲ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې او خپلې لوبډلې ته یې ادلید سټرایکرز لوبډلې خلاف په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

نوموړي د لوبې وروسته د رسنیو سره خبرو کې وویل،دا به ډیر خوند وکړي چې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د تقاعدی پریکړه بیرته واخلم.

هغه وویل: ((دا به خوند وکړي.زه د لوبډلې روزونکي مارک بوچر،ډایریکټر ګرېم سمهت او د لوبډلې مشر فاف ډوپلیسی سره په خبرو بوخت یم.مونږ ټول ددې لیواله یو چې همداسې پریکړه وشي،خو لدې مخکې ډیر داسې اړین څه شته چې هغه ترسره شي او بیا به حقیقت پیدا کړي.))

((تراوسه هم ډیره اوږده لار په مخکې پراته ده،ای پي ایل سیالۍ هم را روانې دي.زه باید تردې وخته په فوم کې واوسم.))

اې بي ډیویلیرز لدې وړاندې هڅه کړي وه،چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو لپاره لوبډلې ته راستون شي،خو هغه مهال یې بورډ لدې کبله وړاندیز رد کړ چې ګواکې ددغو سیالیو لپاره یې لوبغاړي لا وړاندې نومولي او اوس ناوخته دی،نشي کولی چې بل لوبغاړی د لوبډلې څخه ډراپ کړي.

د یادولو وړ ده چې ډیویلیرز په تیر ۲۰۱۸ کال مۍ میاشت کې له نړیوال کریکټ څخه تقاعدي اعلان کړي وه. نوموړي هغه مهال ویلي و،چې نړیوالو لوبو کې د زیاتو مصروفیاتونو او همداشان د کورنۍ څخه د لیریوالي له کبله یې نړیوال کریکټ سره مخه ښه اعلان کړې.

دغه پخواني کپتان د سویلي افریقا لپاره ۱۱۴ ټیسټ،۲۲۸ یو ورځنۍ او ۷۸ شل اوریزې لوبې کړي او مجموعي یې شل زره ۱۴ منډې جوړې کړي دي.

که چیرې اې بي ډیویلیرز په رښتیا هم کریکټ ته راستون شي،د هغه مینه والو لپاره به یو ښه خبر وي.