fbpx

وارنر او فېنچ په یوازې ځان هندۍ لوبډله ماته کړه

خبریال ډآټ کام: د هند او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه اسټرالیا په یوه نوي ریکارډ سره یې په لسو ویکټو وګټله .

په دغې سیالۍ کې پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې اسټرالیا ته په ۴۹،۱ اورونو کې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه .

د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې دوو لوبغاړو شېکر دیوان او لوکش راهول ډیرې منډې جوړې کړې،چې له ډلې راهول ۴۷ او داون ۷۴ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې کومینز، ریچارډسن، دوه دوه لوبغاړي وسوځول، ورسره بیا مېچل سټارک هم درې درې لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا د هندۍ لوبډلې ټاکل شوی د ۲۵۶ منډو هدف په اوپنېنګ سره پوره کړ چې پکې دوو خطرناکو لوبغاړو ارون فېنچ او ډیویډ وارنر سلیزې جوړې کړې او په ریکارډ سره یې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

ډیویډ وارنر په خپله توپ وهنه کې د درېو شپږیزې او ۱۷ څلوریزو پر مټ په ۱۱۲ توپونو باندې ۱۲۸ منډې جوړې کړې، دغه راز ارون فینچ هم په ۱۱۴ توپونو باندې ۱۱۰ منډې جوړې کړې.

د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ټولو خطرناکو توپ اچونکو محمد شمع، کلدیپ یاداو، جسپریټ بومرا او جدیجا هیڅ کومه ویکټ ترلاسه نکړه.

دا سیالي اسټرالیا په لسو ویکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی هم ډیویډ وارنر اعلان شو.

د اسټرالیا له لوري دا لوی ریکارډ و چې په هندۍ لوبډلې جوړ شو، هند له دې پوره ۱۵ کاله وړاندې هم په ۲۰۰۵ کال کې په خپل کور کې په لسو ویکټو ماتې وخوړه.

اسټرالیا او هند له دې وروسته دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ هم لري چې د هند په کوربه توب به ترسره شي.

فینچ او وارنر هغه لوبغاړي دي چې د اسټرالیا لپاره یې په دې وروستیو کې ډیرې سیالۍګټلي دي، دواړه هغه لوبغاړي دي چې اسټرالیا پرې لوی حساب کوي.

وارنر او فینچ د اسټرالیا لپاره د یو ورځنیو سیالیو ترڅنګ په ټېسټ سیالیو کې هم ښه ځلېدلي دي چې لوبډله یې هر وخت له یوه سخت حالته ویستلې ده.