fbpx

ولسمشرغني: حکومت به د ځمکو د غاصبینو نومونه په ډاګه کړي

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وایي، حکومت به ډیر ژر د ځمکو د غصبوونکو نومونه افشا او غاصبین به یې له هیواده ممنوع الخروج اعلان کړي.

ولسمشرغني تیره ورځ دا خبرې د کابل ښار اوسیدونکو ته په یوه غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه ،چې د غاصبینو له لوري دغصب شویو ځمکو نوملړ به جوړ او ځمکې به ترې خپلو خاوندانو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وایي، په ټول کې هېواد کې په ولایتونو کې تقریبا یونیم میلیون جریبه ځمکه غصب شوې ده.

دې وزارت ویلي، دا ځمکې یو شمیر زورواکانو غصب کړي،چې ډیره برخه یې په کابل او بلخ ولایتونو کې ده.

خو ولسمشر غني بیا وایي د غاصبینو پر وړاندې به جدي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکولۍ وزارت ویاند حشمت الله ناصري وایي، دوی تراوسه د ځمکو د غصب په تړاو د څه باندې ۱۵ زره تورنو کسانو نومونه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

دی زیاتوي اوسمهال یې د ځمکو د غاصبینو ۱۸۸۲۳ تورنو کسانو نوملړ برابر کړی او ژر به یې عدلي او قضایي ارګانو ته وسپاري.

نوموړی وایي په تیرو ۴ کلونو کې دوی یواځې د ۵ سوه زره جریبه دولتي ځمکې په بیرته ترلاسه کولو توانیدلي دي.

تر دې دمه د هېواد په ۸ زونونو کې د غصب د څیړلو په خاطر ۸ اختصاصي محکمې جوړې شوي، خو بیا هم د فساد څارونکي بنسټونه وایي ، په حکومت کې یو شمیر کړۍ د غاصبینو ملاتړ کوي او همدا د اداري فساد د ختمیدو پر وړاندې ستر خنډ دی.

خو بیا هم فساد څاري بنسټونه وايي، په حکومت کې یو شمېر کړۍ د ځمکې غصبوونکو ملاتړ کوي او په دولتي ادارو کې اداري فساد د ځمکې له غصبوونکو د حساب ستر خنډ دی.

بل لورته ولسمشر غني بیا په کابل ښار کې د زورواکانو له لوري د تړل شویو لارو  او واټونو د خلاصیدو او دغه راز د ځمکو د عاصبینو او مافیا پر وړاندې پر جدي چلند ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د هيواد په ټولو ولایتونو کې اوس هم دولتۍ ځمکې غصبیږي او مخنیوی یې نه کیږي.

اوس وبه لیدل شي،چې څومره حکومت د غصب پر مخنیوي او دغاصبینو پر نیولو بریالي کیږي ځکه له دې وړاندې هم په دې اړه توندې پریکړې شوي خو پایله کې یې څه نه دي شوي.